ملي امنیت په هلمند کې ۶ وسلوال طالبان نیولي

(Last Updated On: April 5, 2019)

د ملي امنیت عمومي ریاست ځانګړیو ځواکونو په هلمند ولایت کې د ۶ وسلوالو طالبانو له نیولو خبر ورکړی دی.

 د دغه ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د هلمند ولایت  په نهرسراج ولسوالۍ کې د حاجي امان الله( شبیر) پر مرکز برید کړی او د نوموړي له تخنیکي ورکشاپ څخه یې ۶ وسلوال طالبان نیولي دي.

شبیر نومی نه یوازې د تخنیکي وسایلو د جوړولو د ورکشاپ مسوول دی، بلکې په سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو د تجهیز او تمویل مسوولیت هم لري.

په دې عمیلاتو کې ۶ تخنیکي وسلوال طالبان، یو کرولا ډوله موتر، یو موترسایکل، درې انتن لرونکې مخابرې، ۲۰ بېلابېل سیمکارتونه، ۲۰۰ متره رابیتر مزی، یو لپ تاپ کمپیوتر، ۵ وایرلس، درې د انترنت دستګاوې او ۳ ګرځند سیتونه امنیتي ځواکونو تر لاسه کړي دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

سولې ته د زرګونه طالب جنګیالیو د راګرزولو پر پروګرام کار ندی شوی- جان سپکو

(Last Updated On: September 20, 2019)د افغانستان په بیارغونه کې د امریکا د څار ادارې(سیګار) …