Connect with us

تازه خبرونه

ملي تدارکاتو کمیسیون څلور پروژې منظورې کړې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ پرون ماښام په ارګ کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون د ۱،۳ میلیارد افغانیو پر ارزښت۲۰ تدارکاتي مورده وارزول، چې په پایله کې د ۶۲۸،۶ میلیون افغانیو پر ارزښت څلور پروژې منظورې شوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې: د ۳۴ کیلومتر په واټن د کابل- غزني لویې لارې د اساسي ترمیم د قرارداد ورکړه، د لوړو زدکړو وزارت د ریفورم پروژې په ګډون د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي تاسیساتو د درملو تهیه او تدارک، د ملي دفاع وزارت د قطعاتو او جزوتامونو د اړتیا وړ ۱۲۷ قلمه البسې تدارک د قرارداد ورکړه او د خوست ولایت په مرکز کې د نمونه‎یي کمپلکس ودانۍ د قرارداد ورکړه؛ پروژې منظورې شوې.

دغه راز څرګنده شوې، چې کمېسیون له هر اړخیز غور او څېړنو وروسته په لاندې پروژو کې د وړاندېزونو له مخې ؛ د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د بېلابېلو روغنیاتو د تهیه او تدارک په پروژه کې د بیې په زیاتوالي د مودې تعدیل، د چابهار بندر له لارې د هندوستان هېواد له کندولا بندر څخه ۱۳۰ زره متریک ټنه غنمو د لېږد پروژې تعدیل، د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې د ۱۵ کیلومتر په واټن حلقوي سړک د قیر او جوړولو په پروژه کې د بیې په زیاتوالي د مودې تعدیل، د هېواد په کورنیو هوايي ډګرونو کې د الوتکو د اړتیا وړ تېلو تدارک په پروژه کې د بیې په زیاتوالي تعدیل او د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندانۍ د ودانیو د هوايي تصفیې د دستګاه په قراداد کې د بیې له زیاتوالي پرته تعدیلات منظور شوي دي.

دغه راز په دې غونډه کې د ملي دفاع، کورنیو چارو، برښنا او اوبو د وزارتونو، د آریانا افغان هوايي شرکت او کابل ښاروالۍ د پرېکړو د تحقق پر راپورونو د دې کمیسیون پر مخکینیو پرېکړو او لارښوونو او په کاپیسا ولایت کې د ۱۰۰ بستریز روغتون د جوړولو پروژې د  چارو پر څرنګوالي د کور او ښار جوړولو وزارت د راپور په اړه لازمې پرېکړې وشوې.

کمیسیون د دوه یمو واحدونو لپاره د پولي صلاحیت د ورکولو پر بنیاد د سیمه‎ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې وړاندیز په پرنسیپ کې تائید کړ؛ خو د حاجیانو د هوايي لېږد خدماتو پروژې قرارداد د بیې په اړه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وړاندېز ونمنل شو.

 د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو کمیسیون پر رییس او غړیو سربېره له فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس، د ولسي جرګې د مالي او بودجې او ملي اقتصاد کمیسیونونو، د غوڅ ملاتړ سیستیکا، د افغانستان د شفافیت څار بنسټ ملي او بین المللي څارونکیو هم حضور درلود.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!