ډېري افغان سفیران د اړیکو د پیاوړتیا پر ځای ستړیا لیرې کوي

(Last Updated On: August 01, 2017 6:51 pm)

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون باوري دی، چې ډېري افغان سفیران له نورو هېوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا پر ځای له سفارتونو د ستړیا لیرې کولو ځایونه جوړ کړي دي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون غړی عبدالقیوم سجادي وایي، زیاتره افغان دیپلوماتان کاري تجربه او زدکړې نه لري او د اړیکو له مخې ګمارل شوي دي.

د نوموړي په وینا؛ دا دیپلوماتان بهرنیو چارو وزارت ته هم ځواب ورکوونکي نه دي.

هغه زیاته کړې، چې اوسمهال د افغانستان دیپلوماسي مخ پر ځوړه روانه ده.  

همدا څو ورځې مخکې د کانادا افغان سفیرې په کابل کې کانادایی دیپلوماتانو سره د افغان چارواکو د لیدنې مخالفت کړی و؛ ځکه هغې اته میاشتنۍ کاري دوره کې ونه کړای شول کانادایی چارواکو سره وګوري. چې زیاتره یې دا د کمزورتیا ټکی بولي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني ټینګار کوي، چې ځینې سفیران په مستقیم ډول د ولسمشر لخوا ګمارل شوي او هغه پرې باور کړی دی.

ولسمشر غني د لوړې په مراسمو کې خپل بهرنی سیاست په پېنځه کړیو کې رالنډ کړی، چې په وینا یې د هرې کړۍ د پیوستون او پیاوړتیا لپاره به هڅه وکړي؛ خو لیدل کیږي، چې د هغه د کمپاین زیاتره ملګري په نورو هېوادونو کې د دیپلوماتانو په توګه ټاکل شوي دي.

About Ariana News

Check Also

په غزني کې ۶ سرتېري د طالبانو له بنده وژغورل شول

(Last Updated On: September 24, 2018 1:12 pm) دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې تېره …