تازه خبرونه
هند، د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي- نفیس ذکریا
پاکستان د کابل او نوي ډيلي له دوستۍ بیا اندېښنه ښودلې او د بهرنیو چارو وزارت ویاند یې نفیس ذکریا ویلي، چې هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي.
پاکستان له افغانستان سره د ديورند پر کرښه خپلې دروازې هم د همدې ادعا له مخې تړلې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې هند په داسې حال کې د افغانستان خاوره د دوی په خلاف کاروي، چې په وینا يې افغانستان خپلواک هیواد دی او کولی شي، خپل ملي حاکمیت وساتي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا ویلي، چې د همدې ستونزې له کبله یې له افغانستان سره خپلې سرحدي دروازې تړلي دي.
د نوموړي په وینا؛ هند په سیمه کې د قدرت چلولو نیت لري او د همدې موخې لپاره د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي، چې دې کار افغانستان او پاکستان دواړه زیانمن کړي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغنی بیا د پاکستان دا ادعا بیځایه او بې بنسټه ګڼي او وايي، چې دغه ډول بیانونه ستونزه نه شي حل کولی.
پاکستان له درې اوونیو راهیسې د ديورند پر کرښه د تورخم، سپین بولدک او غلام خان بندر دروازې او لارې تړلې دي. تېره سه شنبه او چهارشنبه یوازې د هغو کسانو لپاره د تورخم دروازه پرانیستل شوه، چې په ویزو تللي او راغلي وه.
په همدې حال کې امریکا له پاکستان سره له ژمنه شویو یو میلیارد دالر مرستو څخه، پېنځه سوه پنځوس میلیون دالر د جمعې په ورځ پاکستان ته وسپارل.
د پاکستان د ماليې وزیر اعزار احمد چودري په ډاګه کړې، چې د جون میاشتې تر پایه به پاکستان یو اعشاریه شپږ میلیارد دالر مرسته له امریکا تر لاسه کړي. که څه هم دا مرسته د پاکستان د اقتصاد لپاره د پآم وړ نده؛ خو دا د امریکا او پاکستان د اړیکو د ښه کیدو معنی لري.
امریکا هر کال له پاکستان سره له یو میلیاد دالرو ډېره مرسته کوي، چې پر مټ یې له تروریزم سره مبارزه وکړي.
له دې مخکې د امریکا دفاع وزیر تېر کال پاکستان ته درې سوه میلیون دالر مرسته؛ ځکه ورنکړه، چې د هغه په باور پاکستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې پاتې راغلی.
تازه خبرونه
په بدخشان ولایت کې ماین چاودنې ۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
کورنیو چارو وزارت تائید کړې، چې په بدخشان ولایت کې د یوه نښلېدونکي ماین په چاودنه کې ۳ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي: له بده مرغه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د بدخشان ولایت د فیضآباد ښار د جوزون په اړوند سیمه کې پر موټرسایکل نښلول شوي ماین چاودنه کړې ده.
د عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ دغه ماين هغه مهال چاودنه وکړه، چې د پوليسو د موټرو یو کاروان له ياد سړک څخه د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو لپاره له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و.
ده زياته کړې، چې دغه پېښه د پوليسو تر څېړنې لاندې ده.
تر اوسه کومې ډلې یا شخص د دې پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.
تازه خبرونه
د سې شنبې پر ورځ خراسان او سرخ پوشان لوبډلو لوبه وګټله
د سې شنبې پر ورځ ( د غویي اتلسمه) د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ د سیالیو په پېنځه دېرشمه لوبه کې د خراسان فاریاب لوبډلې کابل استقلال لوبډلې ته ۱ د صفر پر توپیر ماتې ورکړه.
د خراسان فارياب لوبډلې لوبغاړي فريد احمد يو ګول وواهه او د ميدان غوره لوبغاړی ونومول شو.
دغه راز په شپږدېرشمه لوبه کې سرخ پوشان خوافې لوبغاړو سرسبز یاشلر لوبډلې ته ۴ پر۱ ماتې ورکړه.
حبيب الله هوتک او اميد رجبي د سرخپوشانو لوبغاړو ګولونه وکړل او حبيب الله هوتک هم وتوانېد، چې د ډګر د غوره لوبغاړي نوم خپل کړي.
د نن چارشنبه د ثور نولسمه د غرمې ۱:۳۰ ابو مسلم فراه او عدالت فراه او له غرمې وروسته ۳:۳۰ بجې میوند او جوانان واحدي لوبډلې سره مخ کېږي.
د يادونې ده، چې دغه سيالۍ له آريانا ټلويزيون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.
تازه خبرونه
د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کارول کیږي
د افغانستان ملي دفاع وزارت د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ ادعا، چې په پاکستان کې پر چینايي اتباعو وروستی برید د افغانستان له خاورې پلان شوی و، له حقیقته لرې بولي او پر کلکه یې ردوي.
عنایت الله خوارزمي وایي، چې داعش له پاکستان څخه د افغانستان خاورې ته را اوښتي او موخې یې له هغه ځایه تنظیم شوې دي.
د دفاع وزارت ویاند دا هم په ډاګه کړې، چې پاکستان باید دغو کړنو ته پخپله ځواب ورکړي.
د ملي دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي ويلي، د خيبر پښتونخوا په يوه سيمه کې، چې د پاکستان د پوځ تر امنيتي پوښښ لاندې ده؛ د چينايي وګړو وژل کېدل د امنیتي بنسټونو خپله کمزوري ده او یا هم له بریدګرو د دوی د همکارۍ ښکارندویي کوي.
ویل کیږي، چې اسلامي امارت په دې اړه چین ته ډاډ ورکړی او دوی هم په دې خبره پوه شوي، چې افغانان په داسې مسایلو کې ښکېل ندي.
-
تازه خبرونه3 days ago
په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
اسلامي امارت په بدخشان کې د اعتراضي لاريون د څېړلو لپاره یو پلاوي وټاکه
-
تازه خبرونه3 days ago
په افغانستان کې پر کوکنارو د بندیز له کبله کروندګرو خپل عاید له لاسه ورکړی – نړیوال بانک
-
تازه خبرونه3 days ago
د اسلامي همکاریو ټولنې سرمشریزې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو ټینګار څرګند کړ
-
نړۍ3 days ago
اسرائیلي ځواکونو بیت المقدس ته نږدې د الجزیرې پر رسنیز دفتر چاپه ووهله
-
سوداگري3 days ago
د ترکمنستان د سوداګرو او صنایعو اتحادیې مشر هرات ته سفر وګړ
-
لوبی2 days ago
ابو مسلم فراه افسي میوند فوټبال لوبډلې ته ۹ پر ۱ ماتې ورکړه
-
نړۍ2 days ago
د غزې په جګړه کې مو د مصر او قطر د اوربند وړاندیز منلی – حماس