عاجل خبرونه

چین په کابل ښار کې د یوه پراخ ښارګوټي د جوړولو چارې پیلوي

(Last Updated On: مارچ 24, 2018)

د ښارجوړولو وزیر وایي؛ د چین لخوا د یوه پراخ ښارګوټي په لومړني فاز کې څوارلس سوه اپارتمانونه جوړیږي، چې د وژل شویو امنیتي ځواکونو پر کورنیو او لږ عواید لرونکیو خلکو به ووېشل شي.

د ښار جوړولو وزارت وایي، د استوګنو کورونو د جوړولو په بهیر کې ټاکل شوې چین یو ښارګوټی جوړ کړي، چې په لومړني فاز کې به یې څوارلس سوه اپارتمانونه جوړشي.

د ښارجوړولو وزارت ویانده نیلوفرلنګر وایي،  دغه ښارګوټی به د امنیتي ځواکونو یتیمانو ته ووېشل شي او د لږ عاید لرونکیو خلکو لپاره هم په کې برخه شته.              

د هېواد د صنعت کارانو شورا په دې باور ده، چې په دې ښارګوټي کې به د کورنیو توکو کارول د هېواد د اقتصادي ودې سبب شي.

د صنایعو او کانونو د شورا عامل رییس شبیر بشیري وایي: په ښارګوټو او نورو تولیدي چارو کې کورنۍ سرچینې لګول خلکو او هېواد ته ګټه رسوي.             

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ زیاتره ښارګوټي په نړیوال ستندرد برابر نه دي جوړ شوي او د  څارنې لپاره یې تاوس دغه وزارت مناسبه طرحه لري.

په افغانستان کې د ښارګوټو جوړول له تېرو ۱۶ کلونو راپدیخوا پیل شوي؛ خو تر دې دمه یې پراختیا نیمګړې او چارې یې په غیر پلاني سیمو کې تر سره شوي، چې نړیوال معیارونه نلري.

About Ariana News

Check Also

اترا له مخابراتي شرکتونو غوښتې، چې د خپلو ګډونوالو خوښې ته پاملرنه وکړي

(Last Updated On: فبروري 21, 2019) د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې( اترا) له مخابراتي شرکتونوغوښتي، …