چین په پاکستان کې د یوې پوځي اډې د جوړولو په هڅه کې دی

(Last Updated On: جون 8, 2017)

د امریکا دفاع وزارت وایي، چین د پوځي پراختیا په ځانګړي توګه په پاکستان کې د یوې پوځي اډې د جوړولو په هڅه کې دی.

پنتاګون په خپل ګزارش کې څرګنده کړې، چې پاکستان د چین لپاره د یوې پوځي اډې د جوړولو یو ښه او مناسب  ځای ګڼل شوی دی.

په دې ګزارش کې راغلي، چې د پوځي پراختیا د هڅو په بهیر کې چین په پام کې لري یوه پوځي اډه په افریقا کې هم رامنځته کړي.

د دغه ګزارش له مخې؛ د چین پوځي بودجه په ۲۰۱۶ کال کې یو سلو اتیا میلیارد ښودل شوې ده.

ګزارش دا هم په ډاګه کړې، چې پاکستان له پخوا څخه د چین د وسلو صادرونکی هېواد دی او تېر کال د دواړو حکومتونو تر منځ د اته اوبتلونو د خرڅلاو تړون هم لاسلیک شوی دی.

About Ariana News

Check Also

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ نیویارک ته رسیدلی

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2018) ترمپ به د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې …