Connect with us

تازه خبرونه

ډېر ژر به د وسلوالو د ځپلو لپاره د ژمي عملیات پیل شي- وزیری

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي دفاع وزارت وایي، ډېر ژر به د وسلوالو د ځپلو په موخه په ناامنو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو د ژمي عملیات پیل شي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وایي؛ افغان امینتي ځواکونه چمتو دي، چي د وسلوالو د ځپلو لپاره په ژمي کې هم عملیات پر مخ بوځي. دا عملیات د خالد عملیاتو په اډانه کې د ناامنو سیمو لپاره پلان شوي او هڅه کیږي، چې له لاسه وتلې سرحدي سیمې بېرته د دولت ترحاکمیت لاندې راشي.

هغه زیاتوي؛ کندهار، زابل، هلمند، بدخشان، روزګان، ننګرهار، نورستان، فاریاب او غزني هغه ولایتونه دي، چې په دې عملیاتو کي لومړیتوب ورکول کیږي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ناامنه ولسوالۍ په بدخشان کي وردوج او یمګان، په فاریاب کي غورماچ، په سرپل ولایت کې کوهستانات، په هلمند کې بغران، دیشو او نوزاد، په زابل کي خاک افغان او غزني کي ناوه هغه ولسوالۍ دي، چی د طالبانو په ولکه کي دي؛ خو د بېرته نیونې لپاره یې همدا پراخ عملیات پیل کیږي.

پوځي کارپوه اسدالله ندیم د ملي امنیتي ځواکونو پر یووالي ټینګار کوي او وایي، چې د دغو عملیاتو د بریالیتوب لپاره باید د هوایي او ځمکنیو ځواکونو تر منځ همغږي رامنځته شي.         

تر دوه راتلونکیو میاشتو د افغان ځواکونو د روزنې لپاره ناتو درې زره تازه دمه سرتېري افغانستان ته رالیږي، چې د افغان ځواکونو وړتیا لوړه کړي.

خبریال: لیدا نیازۍ

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!