نور به مو د ترهګرو په وړاندې عملیات ډېر ځواکمن وي- ریچارد کریپویل

(Last Updated On: نوومبر 13, 2017)

د ناتو غوڅ ملاتړ ماموریت قومندانۍ مرستیال ویلي؛ اړتیا ده، چې د ترهګرو پر وړاندې مو عملیات په  ډېر ځواک تر سره شي.

په وروستیو کې امریکا خپلو سرتېرو ته په افغانستان کې د هوایي او ځمکنیو عملیاتو د تر سره کیدو اجازه ورکړه او نږدې راتلونکې کې ټاکل شوې، چې دې هېواد ته نور زرګونه سرتېري هم را ولیږي.

د ناتو غوڅ ملاتړ ماموریت قومندانۍ مرستیال ریچارد کریپویل وایي، دغه ائتلاف به د اوږدمهال لپاره په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي.  

نوموړي په جنګي عملیاتو کې د ډېر ځواک کارولو پر اړتیا ټینګار کړی او وایي؛ د دې ترڅنګ مونږ هغه نرینه او ښځینه هیرولی نشو، چې خپل هېواد ته یې د خدمت په تر سره کولو کې ژوند له لاسه ورکړیدی. دغه راز په عملیاتو کې زمونږ حضور د دې ښودونکی دی، چې مونږ د ائتلاف برخه یو او د افغانستان په عملیاتو کې د ځواک ډېرول مو یوه اړتیا هم ده.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وایي؛ امنیت هغه مهال شونی دی، چې د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو ځالې وځپل شي او له امریکا غواړو، چې بم غورځونکې بې پیلوته الوتکې د افغان هوایي ځواکونو په واک کې ورکړي.

پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل وایي، هوایي ځواک د یو هېواد د ملا تیر دی او امریکا باید دغه ځواکونه پیاوړي کړي.    

په وروستیو کې د ناتو غړیو پاکستان ته ویلي، چې که د ترهګرو ملاتړ ته دوام ورکړي، دوی به د هغه هېواد په خاوره کې پوځي ګام واخلي.

خبریال: فواد ناصري

About Ariana News

Check Also

د افغانانو تر منځ د سولې مذاکراتو پیلولو ته زمینه برابره ده- خلیلزاد

(Last Updated On: نوومبر 19, 2018) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتو …