عاجل خبرونه

په ننګرهار کې پولیسو د یوې کورنۍ ۶ غړي د انسان تښتونې پر تور نیولي

(Last Updated On: March 12, 2018 4:38 pm)

د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې پولیسو د یوې کورنۍ څلور تنه نرینه او دوه ښځینه د یوې څلورکلنې ماشومې د تښتونې په تور نیولي؛ خو نیول شویو کسانو د ځان په اړه دا یوه دسیسه ګڼلې ده.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشریقوال وايي، دې کسانو د بي بي فاطمة الزهرا له روغتون څخه یوه څلور کلنه ماشومه تښتولې وه، چې ژغورل شوې ده.

د ژغورل شوې ماشومې پلار فرهاد ساپی وايي؛ میرمن یې په یاد دولتي روغتون کې دنده لري، چې ماشومه لور هم له ځان سره وړي.

هغه زیاته کړې، چې لور یې له روغتون څخه تښتول شوې وه؛ خو درې ساعته وروسته پولیسو ژغورلې ده.

د ماشومې د تښتونې پر تور نیول شوي کسانو ویلي، چې ورته دسیسه جوړه شوې ده.

نیول شویو میرمنو ویلي؛ ورکه شوې نجلۍ د دوی له وړو ماشومانو سره کور ته ورغلې وه، خو درې ساعته وروسته دوی خپله پولیسو ته سپارلې ده.

پولیسو تورن کسان د نورو څېړنو لپاره اړوند ادارو ته سپارلي دي.

تېره ورځ هم یوه اته میاشتنۍ ماشومه د یږې ښځې او درې نرینه وو څخه د دغه ولایت په څلورمه ناحیه کې ژغورل شوې وه.

په ننګرهار کې د انسان تښتونې پېښې تر بل هر وخت ډېرې شوي دي. افغان ځواکونو ګڼ داسې انسان تښتوونکي هم نیولي، چې پخپل جرم یې اعتراف کړی؛ خو خلک وايي، په دې تور ځينې بې ګناه کسان د شخصي ستونزو پر بنسټ زندانونو ته اچول شوي او اوس هم اچول کېږي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

About Ariana News

Check Also

حکومت د باریک آب صنعتي پارک ځمکې صنعت کارانو ته ورکوي

(Last Updated On: September 22, 2018 7:49 pm) د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، ۶۵ …