عاجل خبرونه

په ننګرهار ولایت کې ۳۴ وسلوال مخالفین وژل شوي

(Last Updated On: فبروري 5, 2018)

ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې؛ د خوږیاڼو ولسوالۍ د زاوې په اړوند سیمه کې د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو تېره شپه عملیات ترسره کړي، چې په کې د درې قومندانانو په ګډون ۹ وسلوال طالبان وژل شوي او یو شکمن کس هم ژوندی نیول شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې؛ د یادو عملیاتو په وژل شویو کسانو کې ایوب مشهور په ملک اغا، علي او قصاب په نومونو درې قومندانان هم شته او همدا راز د وسلوالو طالبانو دوه مرکزونه، چې په کې ګڼشمېر وسلې، مهمات، پوځي تجهیزات او نور وسایل شته هم لمنځه وړل شوي دي .

دغه راز د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په مامند درې سیمه کې هم تېره ورځ د بې پیلوته الوتکې په هوایي برید کې ۲۵ داعش وسلوال وژل شوي؛ وسلې او مهمات یې له منځه تلي دي.

په ترسره شويو بریدونو کې ملکي وګړیو او امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی.

About Ariana News

Check Also

ملي امنیت په کابل کې د انسان تښتوونکیو ۶ کسیزه ډله نیولې

(Last Updated On: فبروري 19, 2019) د ملي امنیت عمومي ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ …