تازه خبرونه
په ننګرهار کې د ۴ قومندانانو په ګډون۲۳ طالبان وژل شوي
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې تېره شپه د دې ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د سورډاګ په سیمه کې د طالبانو پر دوه پوځي مرکزونو عملیات تر سره شوي، چې په کې د څلور قومندانانو په ګډون ۲۳ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د دغه بنسټ د خبرپانې له مخې؛ یاد عملیات، چې د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو له لورې ترسره شوي، په کې د قاري هدایت الله مشهور په مدثر، خالد، قاري خالد او د اسماعیل په ګډون ۲۳ وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۴ نور شکمن کسان هم نیول شوي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې، چې د دې عملیاتو پر مهال د وسلوالو طالبانو دوه سراچه موترې، یو کرولا، څلور موتر سایکلونه، اووه کړۍ د وسایطو ضد ماینونه، دولس کړۍ څارن ماینونه او ګڼشمېر چاودیدونکي توکي لمنځه وړل شوي او اتلس میله وسلې امنیتي ځواکونو ترې تر لاسه کړي دي .
د خوږياڼو ولسوالۍ د سورډاګ سيمې اوسیدونکیو ویلي، چې تېره شپه د طالبانو پر مرکز ځمکني او هوايي بريدونه وشول، چې په کې د اووه لس طالبانو په ګډون شپږ ولسي وګړي هم وژل شوي دي.
د خوږیاڼو ولسوالۍ د اړوند سیمې خلکو دا هم ویلي، چې په دې عملیاتو کې یو شمېر کورونه هم تر برید لاندې راغلي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون بوډاګانو ته هم په کې مرګ و ژوبله اوښتې ده.
ځايي استوګن وايي طالبانو خپل منځي غونډه درلوده، چې د افغان سرتیرو تر برید لاندې راغلل.
د خوږیاڼيو استوګن محمد ناصر خان وايي، په دې عملیاتو کې د یوه ځايي قومي مشر حاجي نصرالله درې ځامن او درې نور کلیوال هم وژل شوي.
ځايي خلک له حکومت غواړي، چې په شپنیو عملیاتو کې د ملکي خلکو ژوند ته پام وکړي.
بلخوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوې استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې عملیاتو کې د دوی شپږملګري وژل شوي او څلور نورټپیان دي.
هغه زیاتوي، د عملیاتو ډېر قربانیان ملکي وګړي دي؛ خو امنیتي سرچینې وايي، په عملیاتو کې ملکي خلکو ته زیان نه دی اوښتی او وژل شوي ټول وسلوال مخالفین دي.
د یادونې وړ ده، چې د خوږیاڼو ولسوالي له تېرو درې میاشتو راهیسې د طالبانو پر وړاندې د داعش د پرمختګ ښکار وه، او لسګونه زره کورنۍ ترې کډه کولو ته اړې شوې؛ خو اوس، چې له داعش سره د مبارزې لپاره په وزیرو کې امریکایي ځواکونو بیز جو کړ؛ له طالبانو سره په نښتو کې سیمه یو ځل بیا د حکومت او طالب د نښتو شاهده شوې او بېلابېلې سیمه ییزې اندېښنې یې راپارولې دي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ