Connect with us

تازه خبرونه

په هېواد کې خبریالان ځاني خوندیتوب نلري- نی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان له آزادو رسنیو ملاتړ ادارې(ني) څېړنې ښيي، چې په زیاترو مواردو کې له خبریالانو سره قرارداد نه لاسلیک کیږي، ځاني او کاري خوندیتوب نلري، په خپل وخت معاشونه نه ورکول کیږي، ترفیعې نلري، د تقاعد له حق څخه محروم دي، قانوني رخصتۍ نه لري، د رسنیو مدیران یې په کارونو کې لاسوهنه کوي او په زور له دندې هم شړل کیږي.

د افغانستان له آزادو رسنیو ملاتړ ادارې رييس مجیب خلوتګر نه یوازې په رسنیو کې د ننه د خبریالانو پر بدتر حالت اندېښنه څرګندوي، بلکې له رسنیو بهر یې هم خوندیتوب له خطرونو سره مخ ګڼي او وایي، د رسنیو هیڅ خبریال خپل حقوق پخپل وخت تر لاسه کولی نشي.

د خلوتګر په خبره؛ د رسنیو خاوندانو په تېرو اووه لس کلونو کې د کار او رسنیو قوانین مات کړي دي.

د نی ادارې خبریال صابر فیهم ویلي، چې که د رسنیو لرونکي د رسنیزې مقررې له مخې کارونکړي؛ دا به د افغانستان د رسنیو صنعت ته یو کلک ګوزار وي.

خبریال پرویز امین زاده وایي، ما دوه کاله په یوه رسنۍ کې کار وکړ؛ خو کله مې، چې د امتیاز غوښتنه وکړه له کاره یې وشړلم.

که څه هم د ملي وحدت حکومت رهبرانو ژمنې وکړې، چې د خبریالانو د کار په وړاندې پرتې ستونزې به حلوي؛ خو نه یوازې دا، چې د خبریالانو ستونزې نه دي حل شوي، بلکې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ په برخه کې د هرې ورځې په تېریدو له ګڼو ستونزو سره مخ کیږي.

خبریاله: لیدا نیازۍ

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!