تازه خبرونه
که ګومارنې د زور له لارې دوام ومومي، حکومت به نابود شي- کریم خلیلي
د سولې عالي شورا ريیس وايي، که ګومارنې د زور له لارې دوام ومومي، حکومت به نابود شي.
د عاشورا د مراسمو پر پلمه د سولې عالي شورا ريیس پر ملي وحدت حکومت خپل زړه ښه تش کړ.
د سولې عالي شورا ريیس کریم خلیلي وايي، چې په حکومت کې ګومارنې د زور له مخې روانې دي او قانون په حکومتي ادارو کې نشته.
د ښاغلي کریم خلیلي په وینا؛ که چارې همداسې روانې وساتل شي؛ هیڅوک به د حکومت د سقوط مخه وننیولی شي.
ښاغلي خلیلي د چارو په اداره کې د قومپالنې د سند له افشا کیدو وروسته وايي، چې په حکومت کې د ځينو قومونو ونډه لږ شوې ده.
د سولې د عالي شورا د رييس کریم خلیلي په باور د ملي وحدت حکومت کمزوری دی او د یو شمېر قومونو برخه په کې لږ ده.
نوموړی زیاتوي؛ نننی افغانستان، نوی افغانستان دی د سل کلونو مخکې افغانستان نه دی، چې هر څه جوړ او وګنډي او له اندازې پرته پر غاړه کړو.
د سولې عالي شورا ريیس د ځينو هېوادونو د نیابتي جګړو هڅو ته په نغوته کې وايي، چې مونږ نه غواړو جګړه دوام پیدا کړي.
د هغه په وینا؛ مونږ نه غواړو، چې جګړه پراخه شي او ونشو کولی سوله رامنځته کړو. که داسې وشي افغانستان به په یوې بلې سوریې بدل شي.مونږ نه غواړو او نه اجازه ورکوو، چې افغانستان بله سوریه شي.
د سولې عالي شورا د رييس نیوکو ته په نغوته کې د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش بیا وايي، چې د ملي وحدت حکومت لخوا خلکو ته را منځته شوي فرصتونه کم ساري دي.
د ښاغلي سرور دانش په وینا؛ هغه فرصت، چې نن لرو، په تېرو ۱۶ کلونو کې بشپړ وړ فرصت دی، چې رامنځته شوی او ټول باید ترې ساتنه وکړو.
په ټوله کې له حکومت څخه غوښتنې کیږي، چې د اداري فساد مخه ونیسي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ