په ننګرهار کې د دفاع وزارت د ساحوي کشف مدیر احسان الله وژل شوی

(Last Updated On: August 27, 2017)

په ننګرهار کي د دفاع وزارت د ساحوي کشف مدیر احسان الله تېر ماښام د وسلوالو تر برید لاندې راغلی او وژل شوی دی.

 د ننګرهار د امنیی قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وایي، نوموړی د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې په سیمه کې له کوره جومات ته روان و، چې د دوه ناڅرګندو وسله والو لخوا پرې ډزې وشوې او ووژل شو.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پرغاړه نه دی اخیستی.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د افغانستان په هرات ولایت کې د کرونا درې شکمنې پېښې ثبت شوي

(Last Updated On: February 23, 2020)  د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست په ډاګه …