په ننګرهار کې یو توغول شوي توغندي شپږ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: August 17, 2017)

چارواکي وايي، چې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د یو توغندي د لګیدو له کبله د یوې کورنۍ یو کس وژل شوی او پېنځه نور ټپیان دي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي؛ د یادې ولسوالۍ د فتح الله په اړوند سیمه کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو په نښته کې د طالبانو یو توغندی د اړوند سیمې پر یوه کور لګیدلی، چې په کې د يوې کورنۍ یو کس وژل شوی او پېنځه نور ټپیان دي.

ټپیان مرکزي روغتون ته لیږدول شوي دي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د هلمند په کجکي کې یوه چورلکه راغورزیدلې

(Last Updated On: January 25, 2020)میوند ۲۱۵ قول اردو په ډاګه کړې، چې نن د …