تازه خبرونه
د ننګرهار د اچین ولسوالۍ یو پلار د خپل زوی په ویر کې کوڼ او له خبرو پاتې شو
د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې یو سړی له هغې وروسته کوڼ او له خبرو پاتې شو، چې داعشیانو یې د زوی سر د هغه د سترګو په وړاندې پرې کړ.
په جګړه ځپلي ننګرهار کې د هغې کورنۍ غړي د خپل زوی په ویر کې اوښکې تویوي، چې داعشیانو یې د سترګو پر وړاندې سرغوڅ کړ.
د ځوان زوری د سر پرې کولو کیسه یې دومره دردونکې او غمجنه ده، چې هغه یې په بیانولو کې څو ځله ضعف کوي.
د دې سپین ږیري سړي د کورنۍ غړيو په ډاګه کړې، چې نور په دې ولایت کې د داعش د ظلمونو زغم نه لري او دولت یې باید په وړاندې اقدام وکړي.
دغه راز د ننګرهار د اچین ولسوالۍ دکوچني اوسیدونکي محمد نبي کیسه ډېره غنجنه ده؛ داعشیانو یې ځوان پلار د اچین ولسوالۍ له لس نورو اوسیدونکیو سره تېر کال په ماینونو والوځاوه او ورانه کنډواله یې هم ورته وسوځوله. خور یې په بستر کې ناروغه ده؛ خو د حکومت له پامه لویدلي او ژوند یې سخت تېریږي.
د اچین یو بل اوسیدونکی وایي، وراره یې راته حلال کړ؛ دومره ظلم، چې داعش کړی ، نه روس او نه دې نورو هېوادونو کړی دی.
د دغې سیمې یو بل اوسیدونکی وایي؛ داعشیانو یې دوه ځوان زامن تېر کال له ځان سره وړي او له یوه یې سر غوڅ کړی دی او بل یې له څو ورځو وهلو ټکولو وروسته د اووه سوه زره پاکستانیو کلدارو په بدل کې خوشې کړی دی.
د دې کیسې بله څنډه د ۳۰ کلن ګل رحمان ورور دی، چې د تېر په کال روژه کې له دولت سره د همکاري په تور د داعشیانو لخوا په ماین والوځول شو او هر څه یې، چې لرل، داعش ډلې ترې واخیستل. اوس باید خپلو لس اولادنو او شپږو وریرونو د ژوندي پاتې کیدو لپاره هڅه وکړي؛ د کوم ورور، چې تر اوسه یې مړی نه دی لیدلی او نه یې پرې مزار جوړ کړی دی.
نوموړی زیاتوي، ژوند یې ډېر تریخ دی او ماشومان یې له سختې لوږې سره مخ دي.
د اچین ولسوالۍ اوسیدونکي وایي، د دې لپاره، چې په کورونو کې پاتې شي؛ اړ دي، چې داعش ته جزیه ورکړي او د حکومت د بې پامۍ د دوام په صورت کې به دغه ډله افغانستان ته په سترې سرخوږي واوړي.
له سوریې او عراق وروسته اوس افغانستان د داعش بله کلیدي موخه ده، چې دوه کاله مخکې یې له سرحدي ولایت ننګرهار څخه خپل فعالیت پیل کړی دی. داعش په ننګرهار کې د ملکیانو د سرونو د غوڅولو تر څنګ ګڼشمېر ښځې او نجونې له ځان سره وړي او په زور یې نکاح کړي دي.
خبریال: فواد ناصري
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ