عاجل خبرونه

په منځني ختیځ کې دې د اخوان المسلمین له ترهگر گڼلو ډډه وشي

(Last Updated On: June 15, 2017 2:21 pm)

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د ترهگرۍ په نوملړ کې د اخوان المسلمین د ډلې زیاتول به د منځني ختیځ  امنیت او سیاست ز یانمن کړي.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن، چې د چارشنبې په ورځ یې د امریکا د ولسي جرگې د بهرنیو اړیکو کمیتې ته خبرې کولې په ډاګه کړه؛ دا به ستونزمنه وي، چې د اخوان المسلمین ټول سازمان د ترهگرو په نوملړ کې ونیسو.

تیلرسن د بحرین او ترکیې پارلمانونو ته په نغوته کې استدلال کړی، چې په ځینو هېوادونو کې د اخوان المسلمین ځینې غړي د حکومتونو برخه شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال د ترهگرو ډلو په نوملړ کې د اخوان المسلمین له زیاتونې سره مخالفت کوي، چې له قطر سره د سعودي، بحرین، متحده عربي اماراتو او مصر د سیاسي او سرحدي اړیکو د پرې کولو یو لامل له اخوان المسلمین سره د دغه هېواد اړیکې یادېږي.

د ۲۰۱۲ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د مصر د اخوان المسلمین نوماند، محمد مرسي گټونکی شو؛ خو کال وروسته یې حکومت د کودتا له لارې نسکور شو.

د یادونې وړ ده، چې تر دې دمه بحرین، مصر، روسیې، سعودي عربستان، سوریې او متحده عربي اماراتو د اخوان المسلمین ډله ترهگره گڼلې ده.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …