تازه خبرونه
په لوګر ولایت کې پر زدکوونکیو د جنسي ځورونې ادعا د کډوالۍ لپاره وه-ملي امنیت
د ملي امنیت عمومي ریاست ویلي، چې په لوګر ولایت کې پر زدکوونکیو د جنسي ځورونې ادعا د کډوالۍ لپاره وه.
د ملي امنیت ریاست د سې شنبې پر ورځ(د لیندۍ ۵) په ډاګه کړې، چې د لوګر ولایت په ښوونځیو کې پر زدکوونکیو د جنسي ځورونې د ګزارش له کبله د ( محمد موسی محمودي) او همکارانو ژوند یې له ګواښ سره مخ و او له همدې کبله دغه ریاست خوندي ځای ته لیږدولي وه.
د یاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي؛ د محمد موسی محمودي له خبرو په ډاګه شوې، چې نوموړی د خپلې ادعا لپاره ثبوت او اسناد نلري او په ناپوهۍ یې دغه ډرامه جوړه کړې، چې د خپلې کورنۍ لپاره بهر ته د تګ او کډوالۍ غوښتنلیک وړاندې کړي.
محمد موسی محمودي او احسان الله حمیدي په لوګر کې د زدکوونکیو د جنسي ځورونې په اړه څېړنې کړي او دا ستونزه یې رسنیو ته وړاندې کړې وه.
اوس موسی محمودي په یوه انځوریزه وینا کې ویلي، چې دا څېړنه مو ناسمه وه، بشپړه او وروستۍ نه وه… ما له رسنیو سره مرکه کړې او دا یوه تېروتنه ده. زه له خپلو خلکو، حکومت او له ټولو هغو کسانو، چې دا یې په رسنیو کې لیدلي، اوریدلي او اندېښمن شوي؛ بښنه غواړم. د ملي امنیت خبر پاڼې زیاته کړې، چې د موسی محمودي دغه ادعا بې بنسټه او بې اسنادو وه او د یو شمېر زدکوونکیو ژوند یې له یو لړ ګواښونو سره مخ کړی دی.
کورني او بهرني مدني بنسټونه دوی د بشر حقونو مدافع بولي او ویلي یې دي، چې موسی محمودي او احسان الله حمیدي د لوګر د مدني ټولنې غړي او د پکتیا پوهنې ریاست غړیتوب لري. دوی له ګارډین ورځپاڼې سره په خبرو کې د ماشومانو د جنسي ځورونو خبرې کړي او په هیڅ راز باید په بند کې ونه ساتل شي.
د بریتانیا ګاردین ورځپاڼې د لړم پر ۲۳ د نومبر پر ۱۴ په خپل یو راپور کې څرګنده کړې وه، چې په لوګر ولایت کې له ۵۰۰ ډېر زدکوونکي د ښوونکیو، سرښوونکیو او سیمه ییزو چارواکو لخوا له جنسي ځورونې سره مخ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د بښنې نړیوال سازمان ویلي وه، چې ملي امنیت د لوګر ولایت د بشرحقونو ساتونکي هر یو موسی محمودي او احسان الله حمیدي د نومبر پر ۲۱ چې د لړم له ۳۰ سره سمون خوري هغه مهال پخپل سر نیولي، چې دوی غوښتل په کابل کې د اروپا اتحادیې له سفیر سره وویني.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ