عاجل خبرونه

په هلمند کي د شپنيو عملياتو په غبرګون کې لسګونه کسانو لاريون وکړ

(Last Updated On: April 9, 2019)

د هلمند والي د څرګندونو له مخې؛ دوه شپې وړاندې د هلمند د ګرشک ولسوالۍ د مالګیر په دښت سیمه کې شپني هوایي عملیات ترسره شوي، چې په کې د القاعده ډلې دوه غړي ملا یاسر او ملا جابر وژل شوي او څلور نور، چي دوه ښځي دي له القاعده سره د تړاو په تور ژوندۍ نیول شوې دي.

سیمه ییزو چارواکي وایي، چې دغه شپني عملیات د ځانګړیو ځواکونو له لوري ترسره شوي دي؛ خو د یادي سیمي ګڼ شمېر کسانو پر لاریون لاس پورې کړ او ادعا کوي، چي نیول شوي کسان په خاصه توګه ښځينه ملکي دي او له القاعده ډلي سره هيڅ تړاو نلري.

لاریون کوونکي عبدالغفار ګواښ وکړ، که يادې ښځي خوشي نشي؛ دوی به د ولایت دروازه او لویي لارې وتړي.

د هلمند والي  جنرال محمد یاسین له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چي له ډېره وخته همدا کسان تر استخباراتي څار لاندې ول، چي په وژل شویو کسانو کې د القاعده شبکې دوه غړي ملا یاسر او ملا جابر او په ژوندي نیول شویو کسانو کې دوه نرینه او دوه ښځينه دي، چي د القاعد شبکې سره یې تړاو درلود.

نوموړي ډاډ ورکړی، چي له مرکزي ادارې سره یې پدې تړاو خبري پیل کړي او له څېړنو وروسته به پدې شرط خوشې شي، چي له القاعده ډلې سره تړاوو ونلري.

پدې وروستیو کې د هلمند په بېلابېلو ولسوالیو کې شپنیو او ځانګړیو عملیاتو زور اخیستی، چي تر ډېره یې وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله هم اړولې ده.

خبریال: بريالی رحيمي

 

About Ariana News

Avatar

Check Also

حکومت د خلکو د امنیت په ساتنه کې ناکام دی- د بشرحقونو خپلواک کمیسیون

(Last Updated On: August 18, 2019)د بشرحقونو خپلواک کمیسیون د تېرې شپې د واده پر …