عاجل خبرونه

په ننګرهار ښار کې پرله پسې چاودنې رامنځته شوي

(Last Updated On: March 14, 2019)

د ننګرهار والي وياند وايي، نن ماښام د جلال آباد ښار د فوتبال ستیديوم ته څېرمه په يوه ګلدان کې د ځاى پر ځاى شويو چاودیدونکیو توکو له کبله دوه پرله پسې چاودنې شوي.

د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼي زیاته کړې، د جلال آباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند فوتبال لوبغاړي ته په نږدې څلور لاري کې کشف شويو چاوديدونکیو توکو ته امنيتي ځواکونو چاودنه ورکړې؛ خو دوه يمه چاودنه د يادې سيمې د چوک په ګلدان کې له ايښودل شوي ماين له کبله رامنځته شوې، چې يو کس پکې ټپي دی. دغه راز  درېيمه چاودنه په همدې سيمه کې په يوه ريکشا کې د ځای پر ځای شويو چاوديدونکیو توکو له کبله رامنځته شوې، چې غږ يې ډېر لوړ و؛ خو ځاني زيان يې ندى اړولى. نوموړي دا هم وايي، سرتېرو د پېښې په ځاى کې د خلکو د خورولو او کنترول په موخه هوايي ډزې کړي او اوس حالت عادي دى.   

وروستي معالومات دادي، چې د پېښې له ځاى څخه د جلال آباد مرکزي روغتون ته درې تنه ټپيان لېږدول شوي دي.

تراوسه د دې چاودنو مسووليت چا ندى منلى .

About Ariana News

Avatar

Check Also

افغان حکومت درې مهم طالب بندیان خوشې کړل

(Last Updated On: November 12, 2019)ولسمشر غني په رسمي بڼه د افغانستان د امریکایي پوهنتون …