تازه خبرونه
په ننګرهار کې غټ چرګان او غوښې اوس هم محصولیږي
کرنې وزارت په هېواد کې د چرګانو روزنې صنعت ته د ودې ورکولو لپاره شاوخوا شل ورځې وړاندې هېواد ته پرغټو چرګانو او د هغو پرغوښو راوړلو بندیز لګولی؛ خو اوس هم غوښې محصولیږي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي څرګنده کړې، چې د رسمي معالوماتو له مخې په تېرو پېنځه کلونو کې د کرنې وزارت پر مالي همکارۍ، یوازې په ننګرهار کې شاوخوا څلور زره فارمونه جوړشوي وه، خو د غټو چرګانو واریداتو او پر دانه د زیات محصول له وجې ۳۵۰۰ فارمونه بېرته سقوط او دې حالت د هېواد پر نورو سیمو هم اغېز وکړ او له همدې کبله پر غټو چرګانو او د هغو د غوښو پر واریداتو بندیږ ولګیده.
دا په داسې حال کې ده، چې د ننګرهار په ګمرک کې اوس هم د غټو چرګانو غوښې محصول کېږي. دا رسوايي وروسته له هغې جوړه شوه، چې څو ورځې وړاندې د ننګرهارد ګمرک مخې ته په بارداره موټرو کې اور لګیدنه رامنځته شوه.
پوښتنه داده، چې د تورخم له ګمرک څخه ولې او څنګه د چرګانو د غوښو بارموتر تر جلال آباد ښاره رسېږي؟ د اوصولو له مخې، ټول زارعتي او حیواني توکي د کرنې وزارت د قرنطین د برخې د مسوولینو له کتنې او تائید وروسته د محصول لپاره ګمرک ته رااستول کېږي.
د ننګرهار د کرنې ریاست د حیواني قرنطین مسوول داکتر نجیب الرحمان الکوزی وايي، پر غوښو له بندیز وروسته، دوی هیڅ اسناد د محصول لپاره ندي تائيد کړي، بلکې دا موتر ګمرک ته پر جعلي اسنادو تللي او په ګمرک کې پر جعلي اسنادو محصول شوي دي.
په دې اړه د ننګرهار ګمرک مسوولینو تر دې دمه له څه ویلو ډډه کړې ده.
(سید مصطفی هاشمي) او ( آریانا لمیتید) هغه شرکتونه دي، چې پر جعلي اسنادو د غټو چرګانو د غوښو پر راوړلو تورن شوي.
د (هاشمي) شرکت مسوولینو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي؛ خو د آریا لمیتید مشر احمدشاه آریا وايي، د چرګانو ټولې غوښې بندې ندي.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د دې قضیې د څېړنې لپاره ګډ پلاوی ټاکل شوی او جدي اقدامات به ترسره شي.
د جلال آباد اوسیدونکی محمدیاسین وایي؛ وروسته له هغې، چې د غټو چرګانو راوړل بندشول دلته د فارمي چرګانو نرخ دوه چنده لوړشو.
د فارم لرونکیو ټولنې مرستیال فضل محمد سیار د خلکو شکایت پرځای بولي او وايي، د کرنې او مالدارۍ وزارت په ننګرهار کې پر ۶۰ سلنه همکارۍ د چرګانو د خوراکې د تولید څلور کارخانې جوړې کړي او ورته پر خامو توکو محصول وبښل شو، چې د چرګانو فارمونه وده وکړي او په بازار کې د فارمي چرګانو نرخ راټیټ شي.
د کارخانو لرونکي فضل هادي ویلي؛ پر لوړه ګته پر دوی د چرګانو خوراکه پلورل کیږي، چې له ورسره په بازارکې د چرګوړو نرخ لوړیږي.
په ننګرهار کې د چرګانو دانې د تولیدي کارخانې مسوول داد محمد درمل د فارمدارانو شکایتونه تائيدوي او ژمنه کوي، چې نرخونه به اصلاح شي.
د دې برخې ځینې کارپوهان وايي، په ننګرهار کې د چرګانو دانې د کار و بار او یو ورځینو چرګوړیو د واریدولو انحصار او زورواکو ته، د دانې د کارخانو جوړولو دغلته د چرګانو روزنې پر صنعت ناوړه اغېزه کړې او حکومت ته پکار ده، چې په ننګرهار کې پر پلي کيدونکیو برنامو له سره غور وکړي.
خبریال: رحمت الله زیارمل
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ