په هېواد کې د تېلو بیه لوړه شوې او د تصدۍ کارکوونکي دنده غواړي

(Last Updated On: June 25, 2018 7:34 pm)

 د کابل د تېلو په پمپونو کې بیې لوړې شوې، چې د دوشنبې پر ورځ یو لیتر پترول په ۵۳ افغانۍ پلورل کیدل؛ خو د نفتي توکو تصدۍ نږدې ۵۰۰ کارکوونکي له دندې لیرې شوي.

د کابل ښار په بېلابېلو تېل پمپونو کي پر مختلفو قیمتونو تېل پلورل کیږي، چې په ځینو برخو کي حتا یو لیتر ۵۳ افغانیو ته لوړ شوی.

د کابل  ښار تکسي چلوونکي وايي، د نفتي توکو تصدي د مارکیت له کنترول څخه خبره نده او سوداګرو قیمتونه پخپل سرلوړ کړي.

ننګیالی نومی تکسي چلوونکی وایي، چې مونږ په مختلفو ځایونو کې تېل اچوو؛ خو نن  یو لیتر ۵۳  افغانیو ته ورسید.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ د نفتي توکو تصدۍ مسوولین د خپلو جیبونو په ډکولو بوخت دي.

یو بل تکسي چلوونکی عبدالولي نومی وایي، چې مونږ هم حیران یو، چې په روانو خپلسریو کې څه وکړو او څنګه له دې ستونزو ځان خلاص کړو.

عبیدالله نومی دریور وایي، چې وروره! ټول مسوولین په خپلو تصدیو کې مزې کوي. دا، چي مارکیت یې کوم حالت ته رسیدلی؛ څوک پرې خبر نه دي.

د نفتي توکو د تصدۍ مسوولین بیا وايي، چي د قیمتونو لوړوالی یوه نړیاله موضوع ده؛ نو، ځکه د افغانستان په مارکیتونو کې هم قیمتو نه لوړشوي.

د نفتي توکو د تصدۍ مرستیال مصطفی خلازایي وایي؛ مونږ خبر یو، چي په مارکیت کې قیمتونه لوړ شوی. په افغانستان کې د تېلو نړیوال قیمت لوړیدل او د بهرنیو اسعارو په وړاندي د افغاني راټیټیدل د تېلو د بیې د لوړیدو دوه ستر علتونه دي.

د نفتي توکو تصدۍ د ظرفیت د ټیټوالي له کبله پر مارکیت کنترول نلري؛ خو اوس یې پرېکړه کړې، چې خپل نږ دې ۵۰۰ کارکوونکي له دندو لیرې کړي. هغوی هم په دې اړه احتجاجیه ناسته کړې او خپل غږ یې پورته کړی دی.

 د نفتي توکو د تصدۍ کارکوونکی عبد الکریم وایي، وروره!  مونږ ته يي جواب راکړی؛ شمېر مو ۵۰۰  کسانو ته رسیږي. د لته مونږ هر یو لسګونه کلونه کار کړی  دی، دا عدالت ندی او رییس ظالم دی. مونږ عدالت غواړو.

رحیمه نومې کارمنده وایي، مونږه مامورین یو کمه تنخوا لرو؛ کورنۍ را ترغاړه دي.  ولید تمیم خپل شخصی کارکوونکي په سلګونه زره افغانۍ معاش اخلي؛ خو مونږ يې له دندو لیرې کړو.

د اقتصاډي چارو ځیني کار پوهان بیا وايي، چې د نفتي توکو تصدي باید خپلو اصلي د ندو ته پاملرنه زیاته کړي؛ داخلي ستونزي دې حل او مارکیت دې تنظیم کړي.

د سوداګرۍ خوڼې غړی اعتبار خان ځدراڼ وایي؛ د تصدۍ مسوولین باید مارکیت وڅاري او قیمتونه کنترول کړي، چې دغه ستونزه حل شي او خپل داخلي جنجالونه پریږدي.

دا لومړی ځل نه دي، چي د تصدۍ کارکوونکي د خپل رییس پر ضد لاریونونه کوي دوی وايي، له ولسمشره عدالت غواړو.

د یادې ادارې رییس په دې اړه چوپتیا غوره ګڼلې او له څه ویلو یې هم ډډه کړې ده.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

حکومت او طالب استازیو د سولې په اړه د مشورې هوکړه کړې- روسیه

(Last Updated On: September 23, 2018 3:37 pm) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی …