په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند د درېیم فاز جوړولو پرانسته وشوه

(Last Updated On: اپریل 20, 2017)

n00093550-b

ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نیمروز ته ولاړ او د چهاربرجک په ولسوالۍ کې یې د کمال خان بند د درېیم فاز کار پرانیست.

هغه کمال خان بند د افغانستان د عزت او تحول وسیله بولي او وایي که د دې بند کار بشپړ ه شي؛ د افغانستان اوبه به ضایع نه شي.

هغه په ډاګه کړې؛ دغه پروژه کولی شي، چې د خلکو د اقتصادي او ټولنیزې هوساینې سبب شي.

ولسمشر زیاتوي، بېخبنایي پروژې د حکومت لومړیتوب دی او د اوبو مدیریت د هممکاریو سبب کیږي؛ نه د شخړو.

د نوموړي په وینا؛ د اوبو مدیریت د هوکړو. تړونونو او قوانینو په اډانه کې تنظیمیږي.

هغه له خلکو وغوښتل، چې د بېخبنایي پروژو په پلي کولو کې فعاله ونډه واخلي.

ده په ډاګه کړې؛ هر څوک، چې د هېواد د آبادي په فکر کې وي، د خلکو او دولت لخوا به ورته درناوی وشي او که څوک بربادي کوي، ور سره مقابله کیږي، ځکه افغانان ژوند، اوبه او هوساینه غواړي او بربادي په اسلام کې مردوده ده.

د انرژۍ  او اوبو وزارت  مرستیال عبدالبصیر عظیمي وایي، د کمال خان بند د درېیم فاز کار به په څلورکلونو کې بشپړ شي.

هغه ډاډ ورکوي، چې دغه پروژه به پخپل وخت سره بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپاترل شي.

نوموړی زیاتوي، د افغانستان  په څلور دېرش ولایتونو کې د  درې سوه لس زره میګاواته برښنا د تولید ظرفیت شته او حکومت غواړي، چې د پېنځه کلن پروګرام په پای کې دوه زره میګاواته برښنا تولید کړي.

د کمال خان بند د درېیم فاز کار په داسې حال کې پرانیستل شو، چې د فراه ولایت مسوولینو ویلي؛ ایران وسلوال طالبان روزي او ملاتړ یې کوي او غواړي، چې د بخش آباد بند د کار مخه  ونیسي.

دا بند د ۷۸ ميلیون دالرو پر لګښت د افغان دولت له بودجې جوړېږي او د نهه میګاواته برېښنا د تولید ترڅنګ۸۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکو ته اوبه ورکولی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې حکومت د فراه ولایت د بخش آباد د اوبو بند جوړولو ژمنه هم کړې ده.

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …