د پکتيکا امنیتي مسوولین وایي، په جاني خېلو ولسوالۍ کې نن سهار د سړک غاړې ماين چاودني له کبله پېنځه ملکي وګړي وژل شوي او دری نور ژوبل شوي دي.
د پکتیکا امنیه قومندانۍ ویاند شاه محمد آرین زیاته کړې، چې ټپیان پر وخت روغتون ته لیږدول شوي او روغتیايي وضیعت یې د ډاډ وړ دی.
د دې پېښې په اړه وسلوالو طالبانو تر اوسه څه ندي ویلي.