په کندهار کې د یوې چورلکې پر راغورزیدو ۵ کسان ټپیان شول

(Last Updated On: December 10, 2018)

امنیني چارواکو په ډاګه کړې؛ تېره شپه لس بجې د کندهار په هوايي ‌‌‌‌‌‌ډګر کې یوه پوځي چورلکه راغورزیدلې، چې په کې پېنځه کسان ټپيان شوي دي.

 777 نومې دغې چورلکې د ښوونیزو زدکړو او تمریناتو لپاره الوت کاوه.

 د کندهار د 205 اتل قول مرستیال ویاند صادق عیسی زیاته کړې، چي له پرواز سره سم چورلکه د تخنیکي ستونزو له کبله راغورزیدلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ هم د تخنیکي ستونزو له کبله یوه چورلکه راغورزیدلې وه، چې له دغې پېښې دوه سرتېري وژل شوي وه.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په پکتیا کې د افغانستان د صنایعو خونې ولایتي څانګه پرانستل شوه

(Last Updated On: June 25, 2019)په پکتیا ولایت کې د افغانستان د صنایعو خونې اجرائیوي …