عاجل خبرونه

په پکتیا کې ښځې په ټاکنو کې پراخ ګډون نشي کولی-میرمنې

(Last Updated On: اکتوبر 18, 2018)

په پکتیا کې میرمنې وايي، د امنیتي ستونزو له کبله به ښځې د مرکز ګردیز د یو شمېر سیمو په ګډون په لیرې پرتو ولسوالیو کې پراخه برخه وانخلي.

د پکتيا فعاله میرمن صبرينا همت وايي، د امنيتي او فرهنګي محدوديتونو له کبله به ونشي کولی په ښه زړه په ټاکنو کې ګډون وکړي او دا ځل به په ټاکنو کې د ښځو ونډه خورا کم رنګه وي.

ښځينه فعاله نرګس حيا وايي، امنيتي ګواښونه، فرهنګي محدوديتونه او په ټاکنيزو محلونو کې د ښځينه کارکوونکیو نشتوالی هغه څه دي، چې میرمنې به په ټاکنو کې له رايه اچونې بې برخې کړي.

دوی پر حکومت غږ کوي، چې امنيت یې خوندي کړي، له کورنيو او قومي مشرانو غواړي، چې ښځينه وو ته په ټاکنو کې د ګډون حق ورکړي.

د پکتيا ولايت مرستيال عبدالولي سهي هم له امنيتي ګواښونو اندېښنه لري او وايي، دا ځل به د میرمنو ګډون کم رنګه وي؛ خو د قومي جوړښتونو پر بنسټ به ياده ستونزه ژر حل شي.

د ولسي جرګې ټاکنې د راتلونکې شنبې پر ورځ( د تلې ۲۸) ترسره کيږي. له پکتيا څخه د پېنځه میرمنو په ګډون ۷۸ نوماندان په ولسي جرګه کې د پکتیا لپاره د پېنځه ځانګړيو شويو څوکيو لپاره سيالي کوي، چې يوه یې د میرمنو ده.

خبریال: فرید الله احمدزی

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …