تازه خبرونه
په پکتیکا کې یو برمته شوي کس؛ ۲۵ طالبانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د پکتیکا ولایت په سروبي ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو د سیمه ییزو پولیسو د قومندان ورور اول خان برمته کړی و؛ خو نوموړي د طالبانو پر وسله وسلوالو ته مرګ و ژوبله اړولې او پخپله یې بریالۍ تېښته کړې ده.
چارواکو ویلي، چې اول خان نومي برمته شوي کس له یوه وسلوال طالب وسله اخیستې، پر ډزو یې اووه تنه وسلوال طالبان وژلي اواتلس نور یې ټپیان کړي دي.
د پکتیکا والي ویاند محمد رحمان ایاز د دغه خبر د پخلي تر څنګ زیاته کړې؛ اول خان په سروبي ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو د قومندان دریاخان ورور دی، چې څو ورځې وړاندې طالبانو نیولی و.
سرچینه زیاتوي؛ طالبانو دغه کس ګومل ولسوالۍ ته لیږدولی و، چې پر برخلیک یې د پکتیکا لپاره د طالبانو والي او نور طالبان مشورې وکړي.
ښاغلي ایاز څرګنده کړې، چې اول خان د لیږد پرمهال پر یوه وسلوال طالب برید کړی له هغه یې وسله اخیستې او په نورو وسلوالو طالبانو یې ډزې کړي دي، چې اووه وسلوال طالبان وژل شوي او اتلس نور ټپیان دي.
د پکتيکا د امنيه قومندانۍ وياند شاه محمد آرين دغه پېښه تائيدوي او وايي، چې اول خان ٢٥ طالبانو ته مرگ و ژوبله اړولې.
وسلوالو طالبانو یاده پېښه تائید کړې؛ خو طالبانو ته د اوښتې مرګ و ژوبلې ادعا ناسمه بللې ده.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، چې تښتول شوی کس په سیمه ییزو پولیسو کې د غړیتوب په تور نیول شوی و او د څېړنو پر مهال وسله لاس ته ورغلې او ۳ طالب ساتونکي یې وژلي دي.
د دغه ولایت د سروبي ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قومندان دریاخان وایي، ورور یې د سروبي ولسوالۍ د زړې کلا په سیمه کې د وسلوالو طالبانو له لوري نیول شوی و.
نوموړي څرګنده کړې، چې اول خان د وسلوالو طالبانو موتر هم له ځانه سره خپلې سیمې ته رالیږدولی او د دوی له منګولو روغ رمټ راوتی دی.
په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو سرچینو ویلي، چې اول خان د چارشنبې پر ورځ د کب ۲۳ چې د مارچ له ۱۴ سره برابره ده؛ وسلوالو طالبانو وتښتاوه، خو په یوه تکتیکي حرکت یې ۲۵ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله واړوله او ځان یې د دوی له منګولو خلاص کړ او دا مهال د حکومت تر څارنې لاندې سیمې ته رسیدلی دی.
دغه سيمه ييز پوليس اول خان نومي رسنيو ته ويلي؛ له خپل ملگري سره گومل ته روان وم، چې له زړې کلا سره طالبانو ونيولم؛ غوښتل يې مونږ په گومل کې د طالبانو والي پيراغا ته يوسي، زما ملگرى يې په لارکې مړ کړ. ما د هغوى پيکا، چې د موتر په سيت کې پرته وه را واخيسته او ډزې مې شروع کړې.
اول خان زیاته کړې؛ د ډزو پرمهال يې ١٥ وسلوال طالبان وژلي او لس نور يې ټپيان کړي دي.
پکتیکا د افغانستان په جنوب ختیځ کې پر دیورند کرښه پروت ولایت دی، چې تل ترې د وسلوالو طالبانو د پراخو هڅو راپورونه ورکړ شوي دي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ