په نورستان کې وسلوال طالبان شاتګ ته اړ شوي

(Last Updated On: جولای 27, 2017)

د نورستان ولایت پر وانت وایګل ولسوالۍ د طالبانو پیل شوي بریدونه پر شاه تمبول شوي دي.

د هېواد دفاع وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې سلګونه طالبانو تېره شپه له درې خواوو د دغه ولایت پر وانت وایګل ولسوالۍ بریدونه وکړل، چې د امنیتي ځواکونو له بشپړ ټینګار سره مخ شول.

 دغه وزارت دا هم څرګنده کړې، چې امنیتي ځواکونو د ملاتړیو ځمکني او هوایي ځواکونو په مرسته وکولی شول، چې دښمن ته درانده زیاونه واړوي.  

د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې په دې پېښه کې ۴۶ وسلوال طالبان وژل شوي او ۵۰ نور ژوبل دي.

دغه راز ویل شوي، چې د هوایي ځواک په بریدونو کې د دوي یو شمېر وسلې، مهمات او د لیږد رالیږ یو شمېر وسایط هم له منځه وړل شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې دښمن غوښتل د وانت وایګل له نیولو وروسته کتمدېش، برګمټال، نورګرام، مندول او دوآب ولسوالۍ هم وګواښي؛ خو بریالي نشول.

طالبانو د دې ماتې په اړه تر دې دمه رسنیو ته بشپړ معلومات نه دي ورکړي.

About Ariana News

Check Also

په ننګرهار کې ۲۴ داعش جنګیالي ملي امنیت ته تسلیم شوي

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) په ننګرهار کې د ۹ بهرنیانو په ګډون څلیریشت …