Connect with us

تازه خبرونه

له هند سره د هوایي دهلیز روانه سوداګري ګټوره نده

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وایي، له هند سره د هوایي دهلیز له لارې روانه سوداګري ګټوره نده.

 د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي، چي د هوا له لارې د سوداګریزو توکو په لیږد کې آریانا هوايي شرکت له هوکړې سره سمه همکاري نه کوي او د هندوستان په هوايي ډګرونو کې هم له ستونزو سره مخ يو.

د نوموړي په وینا؛ په روان کال کې د تازه میوې محصولات زیات دي او له آریانا افغان هوايي شرکت سره د شوې هوکړي له مخي باید دغه میوې په بیړه هندوستان ته د هوا له لارې ولیږدول شي؛ خو دغه شرکت له هوکړې سره سمه هندوستان ته  تازه میوه نه لیږدوي.

الکوزي په بشپړ ټینګار زیاته کړې؛ له آریانا سره مو هوکړه کړي وه، چي هره ورځ به زمونږه پېنځه ټنه تازه میوه هند ته استوي؛ خو اوس داسې نه کیږي. تراوسه دوه پروازه شوي؛ خو زمونږه میوه ډېره پاتې ده.

د نوموړي په وینا؛ هر وځ له افغانستان څخه ۲۵۰۰ ټنه انګور او تازه میوه ګاونډ هېواد پاکستان او ایران ته صادریږي. په تازه هوکړه کې پاکستان د افغان سوداګرو پر مخ د واګې بندرهم خلاص کړی.

د آریانا افغان هوايي شرکت د پلور رییسعبدالعلی فروغ بیا وايي، مونږ په ټوله معنا تیاری لرو. که د سوداګرۍ او صنایعو خو نه خپل انتقالات تنظیم کړي مونږه هیڅ ډول ستونزه نه لرو.

د نوموړي په وینا؛ که د سوداګرۍ او صنایعو خوني له خوا د پروازونو دقیق مهالوېش راکړ شي؛ نو حاضر يو، چې په چټکۍ هندوستان ته تازه میوه ولیږدوو.

خبریال: اسلم حجاب

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!