عاجل خبرونه

په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د انحصار او استبداد ماتول مو لومړیتوب دی

(Last Updated On: July 12, 2017 6:45 pm)

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ائتلاف شورا د مشرانو په اړه د ولسمشر وروستیو څرګندونو د دې شورا غړي په غصه کړي دي. دوي ولسمشر د واک ستر انحصارونکی بولي او په ډاګه کوي، چې، په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د انحصار او استبداد ماتول د دوي لومړیتوب دی.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ائتلاف شورا غړی بشیر احمد ته ینج وایي، په ارګ کې د واک انحصار روان دی، چې ماتول یې زمونږ له لومړیتوبونو دی. مونږ د واک انحصار د افغانستان په ګټه نه بولو.

د کړکیچ په حال کې افغانستان لپاره د دې ائتلاف نور پروګرامونه څه دي؟

د بلخ والي عطا محمد نور ویاند فرهاد عظیمي څرګندوي، زمونږ موخه داده؛ امنیتي بنسټونه له هغو خلکو پاکول، چې نه غواړي له طالبانو سره وجنګیږي او یا نه غواړي، چې طالبان مات شي.              

ولسمشرغني ویلي؛ دا، چې وضعیت او سیاست پر دوه ګوتو راڅرخي، ورته د منلو نه دی.

   ولسمشر محمد اشرف غني د واک د ناراضه شریکانو لخوا د مخالفت د بیرغ پورته کول د خندا وړ بولي.

د اجرائیه ریاست دوه یم مرستیال محمد محقق وایي، مونږ د خپلو خلکو لپاره غلي وو؛ د اجرائیه ریاست مرستیال او رییس د ولسمشر له مستیالانو څخه هم ټیټ ارزښت نلري.        

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ائتلاف شورا د ترکیې په انقره کې د جنرال دوستم، محمد محقق او د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست صلاح الدین رباني لخوا جوړه شوه او ټاکل شوې د هېواد په یوه ولایت کې د سل زره کسانو په حضور کې د موجودیت اعلام وکړي.

About Ariana News

Check Also

په بلخ کې له ۹ ورځني ځنډ وروسته د ټاکنو کمیسیون ور خلاص شو

(Last Updated On: September 23, 2018 2:19 pm) په بلخ کې د لوی ملي ائتلاف …