په پلازمېنه کې تړل شوی واټونه خصو صی سکتور زیانمنوي

(Last Updated On: June 05, 2017 6:01 pm)

د سوداګرۍ اوصنایعو خوني چاروکې وايي، په کابل ښار کې د لاریونونو او د مرکزي سیمو د واټونو د تړلو له امله هره  ورځ خصو صی سکتورته د یومیلیون دالرو پر ارزښت مالي زیان اوړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خوني مرستیال خانجال الکوزی وايي، د کابل ترټولو ستره تجارتي سیمه، چې نږ دي یوه اوونۍ کیږي د لاریونونو او امنیتي بنسټونو له خوا تړل شوې ده.

ښاغلی الکوزی زیاتوي، د هېواد په لسګونه ستر سوداګریز بنسټونه، لکه بانکونه، خداماتي بنسټونو، ستر تشبثونه ټول تړل شوي، چې هره ورځ ترې خصوصی سکتورته د یومیلیون دالرو پر ارزښت مالي زیان اوړي.

د خانجان الکوزی د څرګندونو له مخې؛ له هغه ورځي، چې دا لاریونو نه پیل شوي خصو صی سکتور ته هره ورځ یومیلیون دالرزیان اوړي. له حکومت څخه غواړو، چې دغه لاریونکوونکي باید له دي سوداګریزې سیمي لیري او بل ټاکلي ځای ته بوځي.

اقتصادي چارو کارپوه ضیا الحق ضیا وایي، لاریونکوونکي هم باید هڅه وکړي، چې له دې ستري سوداګریزې سیمې څخه خپلې غونډي داسې ځای ته ولیږدوي، چې سوداګریزمرکزونه په کي شتوالی ونه لري.

د سوداګرۍ او صنایعو خوني مسوولین وايي، تر هغې، چې دولت له خصوصی سکتور او سوداګرو سره همکاري ونکړي؛ ښايي له هېواده هغه پانګه هم  بهرشي، چې اوس په هېواد کې دوران لري.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …