عاجل خبرونه

په پکتیکا کې له وروستیو اورښتونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي

(Last Updated On: January 21, 2020)

د پکتيکا ولايت له طبعيي پېښو سره د مبارزې ریاست څرګنده کړې، چې وروستیو اورښتونو د دې ولایت په وړممۍ ولسوالۍ کې شپږ کسان مړه کړي دي.

د پکتیکا ولایت له طبعیي پېښو سره د مبارزې ریاست مشرعلی آقا آریانانیوز ته زیاته کړې، چې پر درې کسانو د سختې واورې له کبله د کوټې چت راغورزیدلی او پاتې نور درې کسان، چې روغتیایي کلینیک ته پر لاره ول؛ د یخنۍ له کبله مړه شوي دي.

علی آقا دا هم په ډاګه کړې، چې په اړوند سیمه کې خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي او نږدې دوه سوه پسونه د یخنۍ له کبله مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پکتیا مرکز ګردیز ته د وسلوالو طالبانو او افغانو ځواکونو تر منځ د سختو جګړو له کبله له ولسوالیو یو شمېر کورنۍ بې ځایه شوې دي، چې په ساړه ژمي او واورو کې اوس له ماشومانو او میرمنو سره بې سرپنا او له ستونزو ډک ژوند تېروي

Check Also

په افغانستان کې د ترمپ له بېړنیو هڅو موخه د سولې نوبل جایزې تر لاسه کول دي

(Last Updated On: April 8, 2020) د امریکا ان بی سي خبري شبکې څرګنده کړې؛ …