Connect with us

تازه خبرونه

له ولسمشریزو ټاکنو څخه د څارنې مخنیوی کیږي- ټاکنڅاري

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو څارونکیو بنسټونو ویلي، چې نړیواله ټولنه له افغان حکومت او د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره په ګډه همغږي شوي او غواړي د ټاکنو له بهیر څخه د دوی د څارنې مخه ونیسي.

ټاکنڅاري بنسټونه(فیفا ، تیفا او ایتوا) د ولسمشریزو ټاکنو د بهیر د شفافیت په اړه اندېښمن  شوي دي.

د افغانستان د آزادو او عادلانو ټاکنو، د افغانستان د شفافو ټاکنو او د افغانستان د ټاکنو بنسټونو په ګډه اندېښنه څرګنده کړې، چې نړیوالې ټولنې له افغان حکومت او د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره لاس یو کړی، چې د دوی د څارنې مخه ونیسي.

دوی وايي، چې نړیواله ټولنه د ولسمشریزو ټاکنو له شفافیت سره مینه نلري او د څارنې د برخې لپاره یې مرسته درولې ده.

کلیپ: د افغانستان د ټاکنو د بنسټ د پروګرامونو مسول حبیب شینواري ویلي؛  نړیواله ټولنه او هم د افغانستان حکومت الیته نه غواړي، چې رڼې ټاکنې تر سره شي؛ ځکه داسې  ښکاري، چې تقلب او درغلۍ ته زمینه برابره شي او هر څوک پخپله ګټه درغلي وکړي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرايي رييس یوسف رشید ویلي؛ په خواشینۍ، چې د ټاکنو تمویلوونکي له رڼو ټاکنو سره مینه نلري. لکه څنګه یې، چې  د ټاکنو په لګښت او ټاکنیز بهیر کې خپلې مرستې راکمې کړي د څارنې په برخه کې یې هم هڅې ندي کړي.  

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات هم وايي؛ تر اوسه هیڅ ټاکنیزې ډلې څارونکیو ته اعتبار لیکونه ندي ورکړي، چې د ټاکنو له بهیر ښه څارنه تر سره کړي.

راپورونه وايي، چې نړیوالو بنسټونو هم تر اوسه د افغانستان د ټاکنو لپاره څارونکي ندي را لیږلي. ولیدل شي، چې راروانې ټاکنې هم د تېرو ټاکنو له برخلیک سره مخ نشي.  

خبریال: خالدنیکزاد

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!