عاجل خبرونه

په پکتیا کې د غوزانو او جلغوزو د کښت پروژه پیل شوه

(Last Updated On: March 21, 2019)

د کرنې او اوبو لګولو وزارت له لوري په پکتیا کې د غوزانو او جلغوزو د دوه میلیون نیالګیو د کښت پروژه پیل شوه.

د پکتیا ولایت د کرنې ریاست مسوولین وايي، په راتلونکیو درې کلونو کې به په پېنځه ولسوالیو کې د اړوند وزارت له لوري د جلغوزو او غوزانو د دوه میلیون نیالګیو د کښت پروژوه پیل شي.

د پکتيا د کرنې مشر محمد الدين مومند وايي؛ پر دې پروژې ۱۰۸ میليون افغانۍ لګښت راځي، دوه زره اووه سوه(۲۷۰۰) هکتاره تخريب شوی ځنګل به بيا ورغوي، چې د سیمو خلکو ته به هم په کې د کار زمینه هم برابره شي او اړوند تولیدات به هم وده او پراختیا وکړي.

د پکتيا اوسیدونکي د دې پروژې له پیلیدو خوښ دي؛ خو وايي، چې د جلغوزو او غورانو په اړه  دې کرنې وزارت نوره هم پاملرنه هم وکړي.

چارواکي وايي،؛ د غوزانو او جلغوزو د نیالګيو دا پروژه به په څمکنیو، جانیخېلو، اریوب، ګرده څېیړۍ او شواک ولسواليو کې پیل شي.

دا مهال د پکتيا په ځنګلي سيمو کې خلکو تړونونه کړي، چې تر ډېره د ځنګل پرېکونې مخه نيول شوې ده.

خبریال: فریدالله احمدزی

 

About Ariana News

Avatar

Check Also

سبا ته د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنۍ پایلې په اړه وروستۍ پرېکړه اعلامويږي- ټاکنو کمیسیون

(Last Updated On: October 18, 2019)ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي؛ ټاکل شوې، چې په راتلونکیو څلیریشت …