Connect with us

تازه خبرونه

په پاکستان کې د ترهګرو هڅې د سیمې او افغانستان لپاره ګواښ دی-اتمر

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

Atmar

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر وايي، چې په پاکستان کې د ترهګرو ډلو هڅې د سیمې او افغانستان لپاره ګواښ دی.

د هند په پلازمېنه نوي ډيلې کې د دوشنبې په ورځ د آسیايي هېوادونو د امنیت په اړه درې ورځنۍ غونډه پیل شوه. په دې ناسته کې به د روانو ترهګریزو هڅو په مخینوي کې د هېوادونو پر رول خبرې کیږي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر خبرداری ورکړ، چې یوه ورځ به ترهګر پر خپلو ملاتړو او بادرانو برید کوي او د نابودۍ کندې ته به یې ټيل وهي.

د نوموړي په وینا؛ په پاکستان کې فعالې ترهګرې ډلې د سیمې د هېوادنو او افغانستان لپاره ګواښ دی. د یوه هېواد لخوا د بل هېواد په وړاندې د دا ډول انساني بلاوو کارول بې عقلې ده؛ ځکه، چې دغه بلا به یوه ورځ پرخپل مالک برید کوي.

حنیف اتمر ټينګار وکړ، چې داعش ټولې نړۍ ته ګواښ دی.

نوموړی دا نه مني، چې ګواکي وسلوال طالبان د داعس سره دښمني لري.

حنیف اتمر په ډاګه کړې؛ داعش د ټولې نړۍ لپاره ګډ دښمن بلل کیږي او مونږ داسې شواهد نلرو، چې وښيي وسلوال طالبان له داعش سره دښمني لري. دغه ترهګرې ډلې هر وخت خپل ماهیت او بڼه اړوي.

دغه راز د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر وايي؛ د سیمې په کچه ترهګرو ته؛ ځکه مناسب ځواب نه دی ورکړ شوی، چې په وینا یې پر خلاف یې یوه اجماع نه ده را منځ ته شوې.

په دغه غونډه کې د آسیایي هېوادونو یو شمېر مشرانو هم ګډون کړی؛ خو د هند دفاع وزیر وايي، چې افغانستان او هند دواړه د نیابتي جګړې قرباني دي.

د هند دفاع وزیر مانوهار پاریکا څرګنده کړې، چې آسیا باید له ترهګرۍ سره د مبارزې نوښت په لاس کې واخلي. د سیمې د هېوادونو فشار به نړیوال هم دیته حاضر کړي، چې د ترهګرې پر خلاف ګډ او منظم پلان جوړ کړي.

د یادونې وړ ده، چې د افغان استازي د معلوماتو له مخې؛ همدا اوس په افغانستان کې له څلوېښتو تر پېنځه څلويښت زره ترهګر فعال دي.

خبریال: فهیم نوري  

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!