Connect with us

تازه خبرونه

په پاکستان کې د وسلوالو پټنځایونو ته پر پاملرنه ټینګار وشو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ناتو سرمنشي وایي، د افغانستان د کړکیچ د اواري لپاره باید په پاکستان کې د وسلوالو پټنځایونو ته پام وشي.

په بروکسل کې د ناتو دفاع وزیرانو په ناسته کې د افغانستان پر حالاتو، له سایبري بریدونو سره پر مبارزه او د ناتو دفاعي بودجې پر لګښت خبرې وشوې او د ناتو سرمنشي د افغانستان د کړکیچ اواری په پاکستان کې د ترهګرو له پټنځایونو سره غوټه بولي.

د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وایي، ناتو له پاکستان سره په سیاسي او پوځي برخو کې اړیکې روانې ساتلي دي؛ ناتو او نورو هېوادونو له پاکستان سره په دغه هېواد کې د طالبانو او حقاني شبکې د پټنځایونو خبره راپورته کړې او د دې ستونزې اوارول به په افغانستان کې د روانې شخړې د حل یوه برخه وي.

د ناتود سرمنشي ینس ستولتنبرګ په وینا، د ناتو غړیو د افغان کماندو ځواکونو د پیاوړتیا او هوایي ځواکونو ته د نورو الوتکو او چورلکو په ور سپارلو او د دې ځواکونو  روزنې ته د زیاتې پاملرنې پر مسایلو هوکړه  کړې؛ خو هغه وویل؛ له افغان حکومت هم تمه لري، چې د سمونونو لړۍ او له فساد سره مبارزه چټکه کړي.

ناتو نه شي کولی په یوازې سر په افغانستان کې دوامداره سوله خوندي کړي. مونږ په خپلو افغان شریکانو حساب کوو او له هغوی غواړو، چې د کلیدي اصلاحاتو، ښې حکومت دارۍ، د قانون د حاکمیت د پراختیا، له فساد سره په مبارزې او د ښځو او نجونو د حقونو د ساتنې لپاره په خپلو ژمنو عمل وکړي.

د ناتو سر منشي زیاتوي، چې د افغانستان کړکیچ ته باید په سیمه ییزه کچه د حل لار ولټول شي. ناتو اوس په افغانستان کې ۱۳ زره ۵ سوه سرتېري لري، چې تر ۸۵۰۰ امریکایان دي

د پریکنده ملاتړ ماموریت قومندان وایي، چې د افغانستان جګړه له بندون سره مخ شوې او د دې وضعیت د بدلولو لپاره نورو زرګونه بهرنیو سرتېرو ته اړتیا شته.

ینس ستولتنبرګ دغه خبرې په بروکسل کې د ناتو د دفاع وزیرانو له ناستې وروسته کړې دي.

 د امریکا د دفاع وزیر جیمز متیس بیا وایي، چې نه شي کولی د افغانستان د جګړې لپاره مهالوېش وټاکي؛ ځکه دا جګړه د وړاندوینې نه ده، خو ناتو ژمنه کړې، چې افغانستان له ترهګرۍ او وحشته وژغوري.

دا په داسې حال کې ده ، چې افغان دفاع وزیر د ناتو د دفاع وزیرانو ناستې ته د خپل هېواد څلورکلن دفاعي او امنیتي پلان وړاندې کړی او هغو هم منلی دی.

Advertisement

تازه خبرونه

په بدخشان ولایت کې ماین چاودنې ۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

کورنیو چارو وزارت تائید کړې، چې په بدخشان ولایت کې د یوه نښلېدونکي ماین په چاودنه کې ۳ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي: له بده مرغه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د بدخشان ولایت د فیض‌آباد ښار د جوزون په اړوند سیمه کې پر موټرسایکل نښلول شوي ماین چاودنه کړې ده.

د عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ دغه ماين هغه مهال چاودنه وکړه، چې د پوليسو د موټرو یو کاروان له ياد سړک څخه د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو لپاره له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و.

ده زياته کړې، چې دغه پېښه د پوليسو تر څېړنې لاندې ده.

تر اوسه کومې ډلې یا شخص د دې پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د سې شنبې پر ورځ خراسان او سرخ پوشان لوبډلو لوبه وګټله

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د سې شنبې پر ورځ ( د غویي اتلسمه) د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ د سیالیو په پېنځه دېرشمه لوبه کې د خراسان فاریاب لوبډلې کابل استقلال لوبډلې ته ۱ د صفر پر توپیر ماتې ورکړه.

د خراسان فارياب لوبډلې لوبغاړي فريد احمد يو ګول وواهه او د ميدان غوره لوبغاړی ونومول شو.

دغه راز په شپږدېرشمه لوبه کې سرخ پوشان خوافې لوبغاړو سرسبز یاشلر لوبډلې ته ۴ پر۱ ماتې ورکړه.

حبيب الله هوتک او اميد رجبي د سرخپوشانو لوبغاړو ګولونه وکړل او حبيب الله هوتک هم وتوانېد، چې د ډګر د غوره لوبغاړي نوم خپل کړي.

د نن چارشنبه د ثور نولسمه د غرمې ۱:۳۰ ابو مسلم فراه او عدالت فراه او له غرمې وروسته ۳:۳۰ بجې  میوند او جوانان واحدي لوبډلې سره مخ کېږي.

د يادونې ده، چې دغه سيالۍ له آريانا ټلويزيون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کارول کیږي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د افغانستان ملي دفاع وزارت د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ ادعا، چې په پاکستان کې پر چینايي اتباعو وروستی برید د افغانستان له خاورې پلان شوی و، له حقیقته لرې بولي او پر کلکه یې ردوي.

عنایت الله خوارزمي وایي، چې داعش له پاکستان څخه د افغانستان خاورې ته را اوښتي او موخې یې له هغه ځایه تنظیم شوې دي.

د دفاع وزارت ویاند دا هم په ډاګه کړې، چې پاکستان باید دغو کړنو ته پخپله ځواب ورکړي.

د ملي دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي ويلي، د خيبر پښتونخوا په يوه سيمه کې، چې د پاکستان د پوځ تر امنيتي پوښښ لاندې ده؛ د چينايي وګړو وژل کېدل د امنیتي بنسټونو خپله کمزوري ده او یا هم له بریدګرو د دوی د همکارۍ ښکارندویي کوي.

ویل کیږي، چې اسلامي امارت په دې اړه چین ته ډاډ ورکړی او دوی هم په دې خبره پوه شوي، چې افغانان په داسې مسایلو کې ښکېل ندي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!