Connect with us

تازه خبرونه

پر دیورند کرښې د بندو سرحدي دروازو د خلاصولو پرېکړه پلې کیږي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

torkham-1393

 د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې د ښه ګاونډیتوب او روغ نیت پر لامل دې له افغانستان سره ټولې بندې دروازې سمدستي خلاصه شي.

دغه هېواد د فبرورۍ په ۱۷ له افغانستان سره خپلې ټولې ترازیتي لارې او د تګ راتګ دروازې وتړلې.

په ښکاره د لارو او دروازو د بندیدو لامل په پاکستان کې چاودنې او ځانمرګي بریدونه ښودل شوي وه؛ خو دې پرېکړې د دواړو حکومتونوولسي خلکو او سوداګرو ته نه یوازې میلیونونه دالر زیان رسولی، بلکې ولسي وګړیو ته یې ځاني زیانونه هم رامنځته کړل.

ویل کیږي، چې د دیورند کرښې دواړو غاړو ته ۵ زره بار لاریو موخو ته د رسیدو په نیت حرکت پیل کړی دی.

د سیمې خلکو ویلي، چې لومړۍ بار لارۍ د افغانستان له لوري خيبر ايجسنۍ ته واوښته.

د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ خونۍ او د بلوچستان د سودارګرانو اتحاديې د دغې لارې د خلاصولو غوښتنې کړېلنډیکوتل ته نږدې ځایي خلکو لاریونونه وکړل او د لارې د خلاصولو غوښتنې یې راپورته کړې

د پاکستان حکومت په له افغان حکومته غوښتي، چې په دې اړه دې خپل مسوولیتونه تر سره کړي.

په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال څرګنده کړې، چې د لندن د تېری پنجشنبی په ناسته کی د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو پر بی قید و شرطه پرانستو هوکړه وشوه او له هغی وروسته مو تېری دری ورځی د نورو مهمو موضوعګانو تر ځنګ دا موضوع هم  په جدیت تعقیب کړه، چی: دوه ګړۍ مخکی د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکارښاغلی سرتاج عزیز ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ راکړ، چی د لندن د خبرو مطابق به نن لاری په کلی او دایمي توګه پرانستل شي.

افغان حکومت د پاکستان له لوري د لارو او دروازو د بندو پرلامل تېره اوونۍ د نړیوالې سوداګرۍ  ټولنې ته هم خپله اندېښنه په ډاګه کړې وه.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!