عاجل خبرونه

په پاکستان کې د امریکا بې پلوته الوتکې درې وسلوال مخالفین وژلي

(Last Updated On: سپتمبر 16, 2017)

د پاکستان په تر کنترول لاندې سیمه کې د امریکا د څارګرې الوتکې پر یوه برید درې وسلوال مخالفین وژل شوي دي.

دغه برید د جمعې پر ورځ پولې ته نږدې په قبایلي سیمه کې رامنځته شوی او په کرمه ایجنسۍ کې یو پاکستاني چارواکي ویلي، چې په دې برید کې د مولوي محب کور ویشتل شوی دی.

د طالبانو دوه سرچینو ویلي، چې مولوي محب د حقاني شبکې سره تړاو درلود.

په دې برید کې دوه توغندي توغول شوي، چې په کې درې کسه وژل شوي دي.

دا د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلام وروسته لومړنی برید دی، چې د پاکستان په تر کنترول لاندې سیمه کې رامنځته کیږي.

دا په داسې حال کې ده ، چې د امریکا استخباراتو په سیمه کې د بې پلوته الوتکو د پټو بریدونو غوښتنه کړې ده.  

About Ariana News

Check Also

کیدی شي طالبانو او خلیلزاد د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه کړې وي

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) د سولي عالي شورا وایي، کیدی شي، چې طالب …