عاجل خبرونه

په لغمان کې یو شمېر کرنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

(Last Updated On: اګست 24, 2017)

 د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې د کرنې وزارت په نوښت د چرګوړو پېنځلس  فارمونه او د اوبه خوړ اته شبکې ګټې اخستنې ته سپارل شوي او پر کروندګرو تراکتورونه هم ووېشل شول.

د لغمان والي  عبدالجبار نعیمي ویلي؛ کرنې وزارت په قرغیو ولسوالۍ کې پېنځلس فارمونه جوړ کړي، چې په هرو درې میاشتو کې پېنځه اویا زره چرګوړي تولیدوي.

نوموړي زیاته کړې، چې پر دې سربېره یې د اوبه خوړ اته شبکې جوړې کړي، چې سلګونه جریبه ځمکه ترې خړوبیږي. دغه راز پر کروند ګرو څلور کوچني تراکتورنه هم ووېشل شول، چې قیمت یې یومیلون افغانۍ کیږي. د یادو پروژو ټول لګښت اته څلویښت میلون افغانۍ دي، چې د کاردیف موسیسي له خوا ورکړ شوی دی.

دغه راز د کرنې د وزیر له خوا د څلورنورو پروژو د بنسټ ډبره هم کیښودل شوه.

د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر وایي،  په ګردي کڅ کې د فارم او کرنې مدیریت له پاره دوه ودانۍ جوړیږي، چې۱۲ میلیون افغانی به پرې ولګیږي.

د کرني وزیر ژمنه وکړه، چې په راتلوونکي کال کې به د لغمان خلکو ته لس واړه کانالونه جوړ شي، چې لس زره جریبه ځمکه به ترې خړوبیږي.

کروند ګر له پيل شویو پروژو او ژمنو خوښ دي؛ خو ورته رښتنیي نه ښکاري.

دا په داسې حال کې ده، چې تطرکال هم د کرنې او مالدارۍ وزارت په لغمان کې شاخوا درې سوه باغونه جوړکړي دي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …