عاجل خبرونه

په کابل کې د ماین او ځانمرګو واسکتونو کارځی کشف او ویجاړ شو

(Last Updated On: اکتوبر 9, 2017)

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست په پلازمېنه کابل کې د ماین او ځانمرګو واسکتونو د یوه کارځی له کشف او ویجاړولو خبر ورکړ.

د ملي امنیت د څرګندونې له مخې؛ دغه کارځی د طالبانو یوې ترورستي شبکې جوړ کړی و، چې دوه کسه یې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د دغه ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، چې امنیتي ځواکونو د کابل ښار د پېنځمې ناحیې په اړوند سیمه کې د مقناطیسي ماینونو، ځانمرګو واسکتونو او چاودیدونکیو توکو پر زیرمه ځانګړی برید کړی، چې په کې یې د چاودیدونکیو توکو د جوړولو بېلابېل کاري وسایل کشف او ویجاړ کړي دي.   

خبرپاڼې زیاته کړې، چې دغې شبکې غوښتل د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ستر ترورستي بریدونه تر سره او د سلګونه هېوادوالو ژوند له زیانونو سره مخ کړي.

ملي امنیت دا هم په ډاګه کړې، چې د یاد کارځي دوه کسه مسوولین ضیاالرحمن او آصف له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې په تېرو دوه میاشتو کې څو ترورستي ډلې، چې غوښتل یې په کابل ښار کې ستر بریدونه ترسره کړي؛ امنیتي ځواکونو نیولي او یا یې له منځه وړي دي.

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …