په فساد کې ښکېلتیا خبر ورکول ناشوني کړي- دانش

(Last Updated On: October 07, 2017 5:55 pm)

د ولسمشر دوه یم مرستیال وایي، په فساد کې د ځینو حکومتي چارواکو ښکېلتیا د دې سبب شوې، چې اطلاعات له رسنیو پټ پاتې شي.

د رسنیو په اړه په جوړه شوې دوه یمه غونډه کې د دولتي ادارو مسوولینو ته د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش وویل، په ځینو ادارو کې د فاسدو چارواکو شتون د دې سبب شوی، چې رسنیو ته معلومات ونه رسیږي.

د هغه د وینا له مخې؛ تر هغې، چې ادارې له فساد پاکې نه شي، رسنیو ته خبر ورکول ناشوني دي. نوموړي د رسنیو امنیت ساتنه د حکومت مسوولیت بولي او له امنیتي بنسټونو غواړي، چې د رسنیو د امنیت د تامین لپاره نور ډېر کار وکړي.

د ولسمشر دوه یم مرستیال د سیمه ییزو چارواکو لخوا د رسنیو د منزوي کیدو هڅه غندي او له دې ادارو په ځانګړې توګه له ویندویانو غواړي، چې له رسنیو سره اړیکې پراخې کړي.

نوموړی زیاتوي، امنیتي ادارې دې د رسنیو د امنیت ساتنې لپاره ډېرې هڅې وکړي.

 د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال سید آقا فاضل سانچارکي وایي، چې دولت مکلف دی، چې رسنیو ته خبر ورکړي.

هغه زیاتوي، دولت او حکومت د اطلاعاتو او معلوماتو مالک نه دی، بلکې د اطلاعاتو ساتونکی او وړاندې کوونکی دی؛ ځکه، نو خلک د اطلاعاتو خاوندان دي.

که څه هم رسنیو ته د معلوماتو د ورکولو په برخه کې د آسانتیاو لپاره څو کمیسیونونه د ولسمشر لخوا جوړ شوي؛ خو تر اوسه نه دي توانیدلي، چې د رسنیو په وړاندې شته ستونزې حل کړي.

خبریاله:سمیرا ظفري

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …