عاجل خبرونه

په فراه ښار کی پېنځه ملي پولیس وژل شوي

(Last Updated On: September 28, 2017)

وسلوالو طالبانو تېره شپه په فراه ښار کی پېنځه ملي پولیس وژل شوي دي.

د فراه ولایتي شورا منشی دادالله قانع وايي، وسلوالو تېره شپه د فراه ښار په څنډه کې یوه پوسته نیولې او پېنځه ملي پولیس یې وژلي دي.

هغه زیاتوي، وسلوالو د پولیسو وسلې او مهمات هم له ځان سره وړي دي.

امنیتي مسوولین تراوسه په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.

له تېرو څلور ورځو را په دیخوا دا څلورمه امنیتي پوسته ده، چې وسلوال طالبان یي نیسي ۲۶ امنیتي سرتېري  په کې وژل کیږي.

About Ariana News

Check Also

ملګرو ملتونو له بندیانو سره د طالبانو له بدو کړنو پرده پورته کړې

(Last Updated On: May 26, 2019)یوناما یا په افغانستان کې د م.م د ماموریت دفتر …