په کابل کې ۲۰۰۰ بېځایه شوې کورنۍ د بیات بنیاد له مرستو برخمنې شوې

(Last Updated On: جون 18, 2017)

په کابل کې پر دوه زره بېځایه شویو او بې سرپرسته کورنیو د بیات بنیاد خوراکي توکي ووېشل شول.

په کابل کې دغه بیځایه شوې او بې سرپرسته کورنۍ د بیات بنیاد د مرستو ستاینه کوي؛ خو اندېښنه څرګندوي، چې بیکاري زیاته او د خوراکي توکو بیې لوړې دي.

دوی له دولت او مرستندویانو د مرستې غوښتنه کوي.

د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل وايي، چې ټوله روژه به د  خوراکي توکو دغه مرستې روانې وي.

بیات بنیاد نږدې لس کاله مخکې په پلازمېنه او ولایتونو کې پر اړو کسانو د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستو بهیر پیل کړی دی.

About Ariana News

Check Also

په کابل کې د نوروزي جام لس آوریزې سیالۍ تر سره شوې

(Last Updated On: مارچ 21, 2019)د کابل په ختیځ کې د کرکت ملي لوبډلو تر …