عاجل خبرونه

په ګردیز کې د زرمت د سیمه ییزو پولیسو د قومندان پر موتر چاودنه شوې

(Last Updated On: July 21, 2019)

د پکتیا ولایت د مرکزي روغتون داکترانو ویلي، چې په ګردیز ښار کې د زرمت ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قومندان په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

دا چاودنه د یکشنبې پر ورځ( د چنګاښ ۳۰) مازیګر مهال څلور بجې د پکتیا په مرکز ګردیز کې پکتیا پوهنتون او حوزوي روغتون ته نږدې د موتربم چاودنه رامنځته شوې ده.  

د پکتیا د عامې روغتیا رییس ولایت خان احمدزي ویلي، چې روغتون ته یو مړی او شپږ ټپیان رالیږدول شوي، چې یو شمېر یې د پوهنتون زدکړیالان دي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.

د پکتیا مرستال والي عبدالولي سهي د پېښې په ځای کې آریانانیوز ته ویلي، چې د زرمت ولسوالۍ سیمه ییز قومندان عزیز احمد په دې موتر بم چاودنه کې وژل شوی او دریور یې ټپي دی.

د پېښې مسوولیت تر دې دمه هیچا بر غاړه ندی اخیستی او امنیتي مسوولینوهم په دې اړه څه ندي ویلي.

له تېرو څلور میاشتو راپدیخوا دا په پکیتا کې لومړنی موتر بم برید دی، چې د مرګ و ژوبلې ترڅنګ یې خلکو ته په سیمه کې پر حوزوي روغتون سره بېره د عامو خلکو ډېرې ودانۍ هم زیانمنې کړې دي.

خبریال: فریدالله احمدزی

About Ariana News

Avatar

Check Also

د بشپړ ډاډ له رامنځته کیدو پرته به امریکایي ځواکونه ونه وځي-جان بس

(Last Updated On: August 24, 2019)د امریکا سفیر بلخ ته په خپل سفر کې ویلي؛ …