عاجل خبرونه

په فراه ښار کې طالبانو ۱۲ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: June 9, 2019)

طالبانو د فراه ښار په څندو کې  یوه پوسته نیولې؛ اووه پولیس یې وژلي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب منلې، چې تېره شپه طالبانو ښار ته نږدې پر حیدر قولي پوستې وسلوال برید کړی، چې په کې ۷ پولیس سرتېري وژل شوی او ۵ نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړې، چې په دې برید کې دوه وسلوال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دی.

فراه ولایت د هېواد یو له ناامنه سرحدي ولایتونو څخه دی، چې په لیرې پرتو ولسوالیو کې یې وسلوال طالبان پراخې هڅې تر سره کوي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې د یوې ډوډۍ وزن له ۲۲۰ ګرام څخه ۱۸۰ ته راټیټ شوی

(Last Updated On: December 5, 2019)د وارداتي اوړو د بیو د لوړوالي له کبله په …