Connect with us

تازه خبرونه

په فراه کې دوه موتره قاچاقي ماشینونه او ګول سیخ نیول شوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

مسولین وایي، دوه موتره قاچاقي توکي له ګمرکي مالیې ورکولو پرته په قاچاقي توګه له ایران څخه راوړل شوي وه، چې د فراه ښار په نوده سیمه کې ونیول شول.

سیمه ییز چارواکي وایي، چې دا دوه موتره ماشینونه او ګول سیخونه له یوې قاچاقي لارې فراه ته راوړل شوي وه.

 د فراه والي محمد شعیب ثابت وايي، د سرحدي ځواکونو له مسوولینو څو ځلې غوښتل شوي، چې دا توکي ضبط او عاملین یی ونیسي؛ خو هغوی یی غوښتنه ردوله او اوس یې پخپله د جنایي جرمونو د آمر په ملتیا دا توکي ضبط  او ونیول.

د فراه والي زیاتوي؛ ښایي د سرحدي خواکونو یو شمېر مسوولین او د ګمرک مامورین له دغو قاچاقګرو سره همکار وي، چې له پېژندلو وروسته به ونیول شي.

په فراه کې د جنایي جرمونو پروړاندې د مبارزې آمر عتیق الله بریالی ډاډ څرګندوي او وایي، چې          د جنایی جرمونو پروړاندې د مبارزې دا لړۍ به روانه وساتل شي.

د دغه موترو چلوونکي هم اعتراف کوي، چې دا توکي یې د ګمرکي مالیې له ورکولو پرته په قاچاقي توګه هېواد ته راوړي دی.

که څه هم د فراه اوسیدونکیو په ګمرک  کې د پراخ مالي فساد خبره کړې؛ خو په وروستیو کلونو کې دا لومړی ځل دي، چې قاچاقي  توکي د فراه د مسوولینو له خوا نیول کیږي.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!