په هرات کې یوې ترافیکي پېښې ۲۴ کسان زیانمن کړل

(Last Updated On: May 18, 2019)

د هرات ولایت د فارسي ولسوالۍ په یوه ترافیکي پېښه کې ۹ کسان مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد ویلي، چې دغه پېښه د یادې ولسوالۍ د ګردنه نخود سیاه په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د پېښې ټول قربانیان په یو باروړونکي موتر کې سپاره ول.

د ښاغلي فرهاد د څرګندونو له مخې؛ د پېښې ټپیان د شینډنډ ولسوالۍ روغتیایي مرکز ته لیږدول شوي دي.

انځور له ارشیفه

About Ariana News

Avatar

Check Also

د طالبانو لخوا رسنیو ته ګواښونو د ارګ او سفارت غبرګونونه راوپارول

(Last Updated On: June 25, 2019)په کابل کې د امریکا سفارت د سې شنبې پر …