تازه خبرونه
په قطر کې د طالب استازیو او امریکایانو شپږم پړاو خبرې پای ته ورسیدې
زلمي خلیلزاد په دې پړاو کې شوی پرمختګ پڅ ګڼلی؛ خو طالبانو په ټوله کې دا خبرې مثبتې ارزولي دي.
له نهه ورځو خبرو اترو وروسته له طالب استازیو سره د زلمي خلیلزاد خبرې پای ته ورسیدې. په دې خبرو کې له څلورو مسایلو څخه دوه مسایل په ژور ډول تربحث لاندې راغلل.
خبرې اترې د زیاترو د تمې خلاف پای ته رسیدلي دي.
سیاسي هڅاند نظر محمد مطمئن ویلي؛ دواړو خواوو له څلورو مسایلو څخه پر دوه مسایلو هوکړې ته رسیدلي، چې د نړیوالو ځواکونو د وتلو څرنګوالی او په ترهګرۍ ضد هڅو کې د ښکېلتیا تضمین دی.
نوموړی زیاتوي، ځینو هېوادونو په قطر کې له امریکایانو سره د هوکړه لیک د وروستي کیدو مخه نیولې؛ ځکه هغو غواړي، چې لومړی دې اوربند وشي او له حکومت سره دې خبرې تر سره شي.
دغه راز طالبانو او امریکایانو هم د دې خبرو په تړاو متفاوت غبرګونونه ښکاره کړي دي.
زلمي خلیلزاد د دوحې ناستې ته په نغوته کې څرګنده کړې، چې په دې پړاو خبرو کې د جګړې د پای لپاره دوامداره؛ خو ورو پرمختګونه حاصل شول.
نوموړي په خپل یوه تویت کې څرګنده کړې، چې مونږ په قطر کې خبرې اترې سر ته ورسولې؛ مونږ په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو لپاره د چوکات په ټاکلو کې پرمختګ کړی دی. اوس مونږ د دې چوکات د پلي کولو لپاره پر مهمو ټکو کار کوو. د خبرو اترو اوسنی بهیر بشپړ نه دی، مونږ چټک پرمختګ ته اړتیا لرو؛ مونږ اوس په وړاندیزونو کې یو، چې ټول لوري دې خپل کلک دریځونه نرم کړي.
طالبانو په یوه اعلامیه کې پرته لدې، چې جزئیات ورکړي، په ټولو کې ددې پړاو خبرې ښې بللي دي.
د طالبانو د څرګندونو له مخې؛ په دې پړاو خبرو کې پر هغې مسودې بحث وشو، چې په تېرو پړاوونو کې ترتیب شوی و او په ځينو مواردو کې پرمختګونه هم وشول او ځینې برخې اوس هم پاتې دي او په ټولو کې دا خبرې مثبتې وې او دواړو لوریو د یو او بل نظریات په زغم واوریدل.
دا په داسې حال کې ده، چې د ځینو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د سیمې یو شمېر هېوادونه د پاکستان په ګډون د امریکایانو او طالبانو د وروستۍ هومکړې غوښتونکي ندي.
د سولې عالي شورا مرستیال دین محمد وایي، چې اوربند او له حکومت سره خبرې باید لومړی ترسره شي.
دا خبرې په داسې حال کې پای ته رسیږي، چې طالبانو خپل بریدونه پراخ کړي دي. د جګړو د شدت له کبله ملکیان هم خوندي ندي. اوس دواړه لوري اووم پړاو خبرو ته چمتووالی نیسي؛ خو څرګنده نده، چې دا بهیر به کله پیل شي.
خبریال: شاهپور فرهمند
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
نړۍ21 hours ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ