Connect with us

تازه خبرونه

په کابل او ننګرهار کې د ۱۷۶ رغنیزو پروژو تړونونه لاسلیک شول

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کلیو پراختیا وزارت لخوا په کابل او ننګرهار کې د یو سل و شپږ اویا رغنیزو پروژو تړونونه لاسلیک شول.

د کلیو پراختیا وزارت وزیرمجیب الرحمان کریمي وايي، چې خلک باید د پروژو د پلي کیدو کیفیت ته پاملرنه پوره وکړي.

ښاغلي کریمي زیاتوي، چې  د کابل او ننګرهار ولایتونو په دولس ولسوالیو کې به د ۶۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د اوبو رسوني، استنادي د یوالونو، کلیوالي سړکونواو ښوونځیو د جوړولو چارې پیل شي.

د دغو پروژو مالي لګښت نړیوال بانک لخوا ورکول کیږي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د ننګرهار ولایت د شینوراو په شپږ ولسوالیو کې مو، ځکه دغه پروژې ونیولې، چي دغو خلکو له د داعش سره په جګړه کې خپل شته له لاسه ورکړي او حکومت ژمن دی، چې د دوی د ژوند ښه کولو لپاره رغنیزې پروژې پلي کړي.

د شینوارو شپږ ولسوالیو اوسیدونکي وايي، چې په تېرو درې کلونو کې د جګړو له کبله مو خپل هرڅه له لاسه ورکړي او حکومت باید ورته زیاته پاملرنه وکړي. د سیمه ییزې شورا مشر دور محمد خان وایي، چې زمونږ کورونه، باغونه ،مالداري، سربندونه، سړکونه او د ژوندانه ټول اړین اقتصادي بنسټونه يي  زیانمن کړي دي.

هغه له حکومته د ورته نورو همکاريو غوښتنه هم کوي.

د سیمه ییزې شورا بل مشر طلا جان وایي، چې په تېرو دیارلس کلونو کي زمونږ په سیمه کې د انکشافي پروګرامونو لپاره هیڅ کار ندی شوی. مونږه له حکومته هیله لرو، چې زمونږ اړوند سیمو ته ورته انکشافي پروژې ورکړي.

د کلیو پراختیا وزارت مسوولین وايي، چې د دغو پروژو لهه پلي کیدو سره به  نږدې څلوېښت زره جریبه ځمکه خړوبه شي او ور سره به د سیمي خلکو ته ۳۱ زره کاري زمینې هم رامنځته شي.

خبریال: اسلم حجاب

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!