په فراه ښار کې د خاک سفید ولسوالۍ څارنوال ووژل شو

(Last Updated On: May 13, 2017 3:30 pm)

Farah

په فراه ښار کې د دغه ولایت د خاک سفید ولسوالۍ څارنوال ترور او ووژل شو.

د فراه ولایت د پولیسو ویاند اقبال باهر پېښه منلې او وایي؛ د خاک سفید د څارنوالۍ مدیر، چې د فراه د څارنوالۍ په ریاست کې یې د خدمتي څارنوال په توګه دنده تر سره کوله؛ نن له غرمې وروسته د دغه ښار د څلورمې ناحیې په اړوند سیمه کې د دوه وسلوالو پر ډزو ووژل شو.  

نوموړي زیاته کړې؛ هغو کسانو، چې څارنوال وژلی پر تېښته بریالي شوي؛ خو د فراه ښار د امنیتي ځواکونو له لوري یې پلټنه روانه ده.

About Ariana News

Check Also

په غزني کې ۶ سرتېري د طالبانو له بنده وژغورل شول

(Last Updated On: September 24, 2018 1:12 pm) دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې تېره …